مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په کوالالمپور کې د سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي، د مالیزیا د دفاع وزارت د سکرتر جنرال له مرستیال، داتوک محمد یاني، سره لیدنه کړې ده.
د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ظرفیت لوړونې او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
همدارنګه، دواړو لوریو د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې او د اړیکو د پراخېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

