ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1174

د مولوي عبدالسلام حنفي او د نيمروز والي لیدنه؛ خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار شوی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد سره لیدنه کړې.

شيخ محمد قاسم خالد د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت، کډوالو او همداراز د محلي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

شيخ محمد قاسم خالد ویلي، د اسلامي امارت مسولين او مجاهدين په دې ولايت کې شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د امنيت ټنګښت هڅه کوي.

نوموړي غوښتنه کړې، ترڅو د روغتيايي کلينيکونو جوړولو، ښوونې او روزنې او د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده بللې او ویلي يي دي؛ محلي مسولين دې د امنيت ټینګښت او د خلکو هوساينې لپاره خپله ټوله هڅه وکړي او د خپل توان تر حده دې په مختلفو برخو کې د خلکو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کډوالو ستونزې نښه او حل کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به ورته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې رسېدنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هېواد ورزشکارانو ته؛ د اسلامي اقتدار په لرلو سره په مختلفو برخو کې ښه وځلېږئ

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په چين کې د اسيايي لوبو ۱۹مې دورې د مډال راوړونکو ورزشکارانو د ستايلو لپاره د بدني روزنې او المپيک ادارې رهبري له لوري جوړې شوې غونډه کې د بدني روزنې او المپيک ادارې مسولينو او کارکوونکو څخه د دې غونډې جوړولو له امله مننه کړې او ټول افغان ملت ته يې د هېواد د ورزشکارانو د بري مبارکي ویلې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ورزشکارانو ته په خطاب کې ویلي؛ موږ هيله لرو چې تاسو د اسلامي اقتدار په لرلو سره په مختلفو برخو کې ښه وځلېږئ او په خپل کمال هېواد ته وياړونه راوړئ.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو سره د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال له ټولو ورزشکارانو څخه غوښتي، ترڅو په هڅو او زيار ټولو نړيوالو سياليو ته ځانونه اماده کړي او خپل ملت او هېواد ته وياړونه راوړي او ډاډ يې ورکړی، چې اسلامي امارت د هېواد ورزشکارانو ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.

د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام ستره غونډه ترسره شوه

د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام ستره غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبد اللطیف منصور او د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد خلیل حقاني په شمول د وزارت مرستیالانو، مسولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سلګونو نورو هېوادوالو ګډون کړی و.

قومي مشرانو ویلي؛ دا نظام داخلي مشروعیت لري، موږ د افغانستان د جنوب ختیځ زون په کچه ټول ولسونه د دې نظام همکاره یو.

دوي زیاته کړې؛ په دې نظام کې مو پت او عزت خوندي دی، دا نظام په ولس کې محبوبیت لري او قومي مشرانو د حکومت څخه د ځیني ځایي ستونزو د حل غوښتنه کړې.

مولوي عبداللطیف منصور ویلي؛ زموږ سیاسي فضاء ازاده ده، جغرافیه مو خپلواکه ده، نظام مستقل او خپلواک دی، دا نظام یوازې د مجاهدینو نه دی، دا د دې ټولو خلکو نظام دی، چې قیادت یې د دیني علماوو په لاس کې دی.

نوموړي زیاته کړې؛ تاسې که هره غوښتنه لرئ، موږ یې په سر سترګو منو او تر وسه به یې د حل په برخه کې شریکوو.

د کډوالو او راستېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد خلیل حقاني ویلي؛ دا هغه قومونه، ملتونه او اتلان دي چې په یوې پېړۍ کې یې دریو قوتونو ته ماته ورکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ دا خپلواکي د دې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرښندنو او قربانیو په برکت راغلې ده، موږ ستاسې خادمان یو، تر خپله وسه به ستاسو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوو.

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ دا د شکر ځای دی چې یوازې د مشرانو سره د ملاقات لپاره او د قومونو د ستونزو اورېدلو لپاره راجمع شوي یو.

ښاغلي نوري زیاته کړې؛ نن د ترکمن، هزاره، پښتون، تاجک او هر چا ته خپل حقوق ورکول کېږي، ځکه په اسلام کې توپیر نشته، برتري یوازې په تقوا ده، زموږ دا مکلفیت دی چې د اسلامي نظام پالنه وکړو او په ساتنه کې خپل مسولیت ادا کړو.

کرېکټ؛ مس‌عینک لوبډلې د نجیب الله ترکي د معلولو لوبغاړو دولسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله


د افغانستان کرېکټ بورډ، کورني کرېکټ پرمختګ څانګې له لوري د زونونو په کچه د ارواښاد نجیب الله ترکي په نوم د معلولو لوبغاړو ۱۲م پړاو کرېکټ سیالیو اتلولي مس‌عینک لوبډ‌لې وګټله.
د دې سیالیو پایلوبه د مس‌عینک او امو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې مس‌عینک لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته ۱۳۷ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې یې امو لوبډلې د ۱۸.۳ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوزېدو ۹۹ منډې وکړې او د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله.
په دې سره مس‌عینک لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبه د ۳۷ منډو په توپیر وګټله او د دې سیالیو اتلولې یې په خپل نوم کړه.

ترکمنستان سره د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارو په اړه ګډه ناسته؛ د کاري بهیر په چټکتیا خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان هېواد نړیوالو تخنیکي پروژو مسول او سفارتي استازو تر منځ د نورالجهاد سب سټېشن او د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه ګډه ناسته شوې.

د هرات نورالجهاد سب سټېشن او له ترکمنستان څخه د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه د تېر په دوام دې ناسته کې د اړتیا وړ تجهیزاتو رالېږد، د پروژې پاتې چارو بشپړولو لپاره د مودې غځولو، کاري بهیر چټکتیا او د بشپړو شویو برخو په اړه هر اړخیزې خبرې او معلومات وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي څانګو تر منځ له تخنیکي بحثونو وروسته وروستۍ پایله له ترکمن لوري سره شریکه او د یادو مواردو په اړه به ګډ پروتوکول چمتو او لاسلیک شي.

د هېواد ځمکې لاندې اوبو چارو د تنظیم او څرنګوالي په موخه ناسته شوې

 دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده تر مشري لاندې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کلیو بیارغونې او پراختیا، ښارجوړونې او مسکن، کانونو او پطرولیم،ترانسپورټ او هوایې چلند او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت او کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د معقولې او متوازنې ګټې اخیستنې د څرنګوالي او د هغې د بې ځایه مصرف د مخنیوي، د سطحي اوبو د مدیریت او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، تولیدي کارخونو او استوګنو ښارګوټو د اوبو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د جامعو طرحو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله شوي دي.

 د ناستې په پای کې هوکړه شوې، چې د تخنیکي سکرتریت په جوړولو سره، د اړوندو ادارو په ګډون منظمې ناستې ترسره شي او د هېواد د سطحي او ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې لپاره هر اړخیزه طرحه ترتیب او د اړینو تصمیمونو نیولو لپاره دې د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: نږدې راتلونکې کې به د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوې د علمي سطحو د معیار په بنسټ لوړ شي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رییسانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په تخصصي او ثالثي روغتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند خبرې شوي دي.

 ډاکټر قلندر عباد د روغتونونو د رییسانو ستونزې اوریدلي او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړی.

 نوموړي همداراز د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رییسانو ته په خطاب کې ویلي؛ چې یاده میاشت الله تعالی ته په ټولو میاشتو کې غوره او د ځانګړو فضیلتونو ډکه میاشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتیايي کارکوونکي؛ باید د نورو ورځو په څېر په دې میاشت کې هم په ۲۴ ساعته ډول خپلو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

سرپرست وزیر همداراز د روغتیايي پروسونل د معاشونو په اړه ویلي؛ موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې به یې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوې د علمي سطحو د معیار په بنسټ لوړشي.

والیبال؛ جوزجان کې د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جنګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې وړاندې د یاد ولایت په اقچې ولسوالۍ کې پیل شوې وې د جنګل اریغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

 د دغو سیالیو پایلوبه د جنګل اریغ او اقچې ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د جنګل اریغ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالۍ رامنځته کول و.

 د سیالیو په پای کې د ورزش مسولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ورکړل شو.

زرداري بیا ځلې د پاکستان ولسمشر شو

د پاکستان د خلکو ګوند مشر اصف علي زرداري د دویم ځل لپاره د پاکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی.

نوموړي په عمومي او ایالتي پارلمانونو کې د رایې اچونې پر مهال د تحریک انصاف ګوند له لوري غوره شوي نوماند محمود خان اڅکزي ته ماتې ورکړې.

زرداري د مسلم لیګ نون او پیپلزګوند تر اتحاد وروسته دغې څوکۍ ته غوره شوی دی.

پاکستان کې عمومي لانجمنې ټاکنې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شوې، چې پایله کې یې د مسلم لیګ نون ګوند په خپلواکه توګه ډېرې څوکۍ ترلاسه او مخکښ غړی یې شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.