ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام ستره غونډه ترسره شوه

د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام ستره غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبد اللطیف منصور او د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد خلیل حقاني په شمول د وزارت مرستیالانو، مسولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سلګونو نورو هېوادوالو ګډون کړی و.

قومي مشرانو ویلي؛ دا نظام داخلي مشروعیت لري، موږ د افغانستان د جنوب ختیځ زون په کچه ټول ولسونه د دې نظام همکاره یو.

دوي زیاته کړې؛ په دې نظام کې مو پت او عزت خوندي دی، دا نظام په ولس کې محبوبیت لري او قومي مشرانو د حکومت څخه د ځیني ځایي ستونزو د حل غوښتنه کړې.

مولوي عبداللطیف منصور ویلي؛ زموږ سیاسي فضاء ازاده ده، جغرافیه مو خپلواکه ده، نظام مستقل او خپلواک دی، دا نظام یوازې د مجاهدینو نه دی، دا د دې ټولو خلکو نظام دی، چې قیادت یې د دیني علماوو په لاس کې دی.

نوموړي زیاته کړې؛ تاسې که هره غوښتنه لرئ، موږ یې په سر سترګو منو او تر وسه به یې د حل په برخه کې شریکوو.

د کډوالو او راستېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد خلیل حقاني ویلي؛ دا هغه قومونه، ملتونه او اتلان دي چې په یوې پېړۍ کې یې دریو قوتونو ته ماته ورکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ دا خپلواکي د دې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرښندنو او قربانیو په برکت راغلې ده، موږ ستاسې خادمان یو، تر خپله وسه به ستاسو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوو.

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ دا د شکر ځای دی چې یوازې د مشرانو سره د ملاقات لپاره او د قومونو د ستونزو اورېدلو لپاره راجمع شوي یو.

ښاغلي نوري زیاته کړې؛ نن د ترکمن، هزاره، پښتون، تاجک او هر چا ته خپل حقوق ورکول کېږي، ځکه په اسلام کې توپیر نشته، برتري یوازې په تقوا ده، زموږ دا مکلفیت دی چې د اسلامي نظام پالنه وکړو او په ساتنه کې خپل مسولیت ادا کړو.