ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1430

روسیې د اوکراین له لوري د جګړې پای ته رسولو هڅې رد کړې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د اوکراین له لوري د جګړې پای ته رسولو او د سولې اړوند غونډې ترسره کولو هڅې رد کړې.

د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، چې دغه اقدام د امریکا د وړاندې شوې تبلیغاتي طرحې یوه برخه ده.

ماریا زخاروا د اوکراین له لوري د سولې غونډه جوړول ناوړه اقدام بللی او زیاته کړې یې ده، چې مسکو به دغه اقدام د امریکا د تبلیغاتي طرحې په چوکاټ کې وارزوي.

مسکو دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې روسي ځواکونو په خپلو وروستیو بریدونو کې د اوکراین د پلازمېنې او څو نورو ښارونو د برېښنا بنسټونه په نښه کړي دي.

هېواد کې د برېښنا ستونزې حل په موخه د انرژي وزارت عملي ګامونه

له نورو ستونزو سره سره په سړه هوا کې د برېښنا نشتوالی د کابل ښاریانو لویه ننګونه ده.

یو شمېر کابل ښاریان په دې ساړه موسم کې د برېښنا نشتوالی او زياته پرچاوي د ژوند پر وړاندې لويه ستونزه بولي؛ دوی وايي، برېښنا ته نه یوازې د کورونو د روښانه کولو له پاره اړتيا لري، بلکې اوبو ته په لاسرسي او د کورونو په تودولو کې خورا مهمه ده.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر تېره ورځ د دې ستونزې د حل په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او له ازبکستان څخه د برښنا د واردولو د نوي قرارداد د لاسلیک په موخه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

د کابل اوسېدونکي ازبکستان ته د اوبو او انرژۍ وزارت د پلاوی سفر ستایي او له ګاوڼدیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان څخه غواړي، چې  افغانستان ته د برښنا د لېږد تړون وغځوي او له خپل دغه ګاونډي سره په دې برخه کې مرسته وکړي

که څه هم افغانستان په کور د ننه د برېښنا تولید لپاره غوره سرچینې لري خو په تیرو شلو کلونو کې په دې برخه کې د میلیونونو ډالرو په لګولو سره له دغو طبعي سرچينو ګټه وانخيستل شوه او افغانستان يې د برښنا له دوامدارې ستونزې سره مخامخ کړ؛ خو په دې وروستیو کې چین د اسلامي امارت له مسولینو سره ژمنه کړې چې د ډبرو سکرو څخه به د برېښنا د تولید په برخه کې  په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د حيرتان اوسپنې پټلۍ د مسؤلیتونو په لېږد هوکړه وشوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره ورځ ازبکستان کې د دې هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان پلاوي ترمنځ د بریالیو مذاکراتو په پایله کې د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د لېږد اړوند هوکړه وشوه.

د دې هوکړې پر بنسټ به د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو راهیسې د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ له لوري ترسره کېدل، د یوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته لېږدول کیږي، چې پر اساس به یې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په عادي توګه روان وي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د دې پروژې د ټولو چارو پرمخ وړلو ته پوره چمتوالی لري او د مسؤلیتونو په خپلولو سره به هڅه وکړي سوداګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشي کولو غوښتنه کړې

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له پاکستان څخه د بندي افغانانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو وروسته هم په پاکستان او په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان نه دي ازاد شوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ د افغانستان سفارت بیا هم پر پاکستاني چارواکو غږ کوي، چې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو او مسافرو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري.

یاد وزارت د افغان بنديانو د ژر تر ژره خوشې کولو او د دې لړۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د کډوالو چارو وزیر: بشري مرستې باید سیاسي نشي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال فران، د (OCHA) ادارې مرستیال محمد زید خاطر، د (UNHCR) ادارې مرستیالې آغلې یومیکو او د (IOM) او (ACBAR) موسسو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې بشري مرستې باید تر سیاسي حالاتو پورې ونه تړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال ویلي، چې موږ د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او دودونو ته درناوی لرو او ژمن چې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

ښاغلي حقاني ټول موسسات مکلف ګڼلي، چې د افغانستان قوانین پر ځان تطبیق کړي.

نوموړي ویلي؛ زموږ او ستاسې مسولیت دی چې مرستې په پوره روڼتیا اړمنو ته ورسوو او ډاډ درکوم، چې په دې پروسه کې به بشپړه همکاري درسره کوو.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی؛ اسلامي امارت به د شریعت په چوکاټ کې ډېر ژر داسې تګلاره جوړه کړي، چې یادې ستونزې حل کړي.

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تر هر چا زیات د مېرمنو ستونزو ته متوجې دی.

د روسیې ولسمشر امریکا او اروپايي هېوادونو ته د نفتي صادراتو د بندیز فرمان لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین هغو هېوادونو ته د تېلو او خامو نفتو پر صادراتو دبندیز فرمان لاسلیک کړی، چې د روسیې د تېلو لپاره یې د بیې کچه ټاکلې وه.

پوتین دغه فرمان وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې اروپا ټولنې د جي ۷ صنعتي هېوادونو ډلې او استرالیا د روسیې د هرې بشکې نفتو لپاره ۶۰ ډالره بیه وټاکله.

پوتین ویلي؛ دغه فرمان به د راتلونکي کال د فبروري میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او پینځه میاشتې به دوام وکړي. وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، امریکا او ګڼو اروپایي هېوادونو د روسیې د نفتو په ګډون د دې هېواد په ګڼو برخو بندیزونه وضع کړل.

عامې روغتیا وزارت ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ په تړاو راپورنه رد کړل

عامې روغتیا وزارت هغه راپورنه رد کړل، چې ګواکې په ننګرهار کې د پولیو مثبت پېښه ثبت شوې ده.

د دې وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي؛ په ننګرهار کې د پولیو هېڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې او په تېر یوه کال کې هم داسې څه نه دي ترسترګو شوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې اړه د ځینو رسنیو راپورونه بې اساسه دي او په وینا یې؛ رسنۍ دې د معلوماتو په خپرولو کې له دقت څخه کار واخلي.

اسلامي امارت د جدي شپږمه د افغانانو لپاره د تورې ورځې په نوم ونمانځله

له نن څخه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه پخواني شوروي اتحاد د یوې ناسنجول شوې پریکړې او د ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف له ځمکې او هوا پر افغانستان یرغل وکړ، دغه ورځ د اسلامي امارت له لوري د افغانانو لپاره د تورې ورځې او د ناورین د پیل تر نامه لاندې د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې ونمانځل شوه.

د ملي راډيو تلویزیون لوی رییس مولوي احمدالله وثیق په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د جهاد په دوره کې د یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو اتلولي او سرښندنې وستایلې او دغه ورځ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د جنایتونو پیل وبلله .

د چارو ادارې سرپرست شیخ نورالحق انور د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل؛ سور لښکر او د هغوی لاسپوڅی حکومت د خپل یرغل په لومړیو ورځو کې د خلکو له مقاومت سره مخ شو، افغانانو په خپلې برحقې مبارزې سره ثابته کړه چې وارداتي، سیاسي او په باطلو ایدیولوژي ګانو باوري افکار په افغانستان کې ځای نلري .

په دې غونډه کې ویناوالو وویل؛ شورویانو پر افغانستان له خپل یرغل څخه پوره عبرت واخیست او په کلکې ماتې سره له افغانستان څخه ووتل، او د هغوی لاسپوڅي حکومت هم ډیر دوام ونکړ، په افغانستان د سرو لښکرو یرغل او په وړاندې د افغانانو بې ساری مقاومت دا په ډاګه کړه چې یواځې ملي یووالی او اسلامي ورورګلوي او اتحاد کولای شي چې یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

د جدې شپږم پر افغانستان د شوروي یرغل د ۴۳ مې کلېزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږم تاریخ د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوزاو یرغل وکړ او خپل زرګونه  اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.

د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له هېواد څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد په وړاندې يې زموږ غیور او مسلمان ملت په میړانه سره  جهاد وکړ،  چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم ولس يې له شر او اشغال څخه خلاص شو.

د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.

همدا ډول ثابتوي چې زموږ ولس که هرڅومره  مظلوم او بیچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د خپل هیواد د استقلال  او آزادۍ په ګټلو او ساتلو کې  روڼ تاریخ لري چې په نیږدې يوه پيړۍ کې د انګریزانو، شورویانو او امریکایانو اشغال او بیا د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي. 

اسلامي امارت په داسې حال کې  چې  زموږ په حریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر ولس غږ کوي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنکړي چې زموږ د هیواد، ارزښتونو او ملت پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

اسلامي امارت ژمن دی، چې شپه او ورځ  به د خپل هیواد، دیني ارزښتونو اومسلمان ملت   د دفاع او تحفظ لپاره خدمت  او هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان اسلامي امارت 

مولوي ذبیح الله مجاهد: امریکايي مسولین دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي

د افغانستان اسلامي امارت د یوشمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بهرني هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي؛ ټولې بهرنۍ موسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري؛ د افغانستان د قوانینو پر پلي کولو مکلفې دي.

بل لوری د چارو یوشمېر شنونکي د بهرنیو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د چارو ځنډول ناسم بولي او زیاتوي چې بشري چارې او مرستې دې له سیاست څخه جلا وساتل شي.

په غیرې دولتي بهرنیو او کورنیو بنسټونو او ادارو کې د ښځینه وو کارکوونکو د کار ځنډولو په اړه د امیرالمومنین وروستي فرمان په تړاو ګڼو هېوادونو څرګندونې کړې، چې له ډلې یې افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دیکر په یوه ټویټ کې ویلي، چې اسلامي امارت څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې مخنیوی کولای شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړې په غبرګون کې ویلي، چې امریکایي مسولین دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.

“امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري زموږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي. موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د اسلامي امارت د پریکړو او مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې یا تهدید وکړي.”

د چارو شنونکي د یوشمېر هېوادنو له لوري د اعتراض په ډول افغانستان کې د خپلو انجیو ګانو د کارونو ځنډول د نړېوالو اصولو خلاف بولي او وايي سیاست او بشري کړه وړه دې جلا وساتل شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ یوشمېر غړو په نړېوالو سټیجونو ویلي، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د متوازن تعامل غوښتونکی دی او په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي تېره ورځ ګاونډیو هېوادونو ته په اشارې وویل چې له افغانستان سره دې له متقابل چلنده کار واخلي.