ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1434

د طبي علومو په اکاډمي کې د “طبي څېړنو اساسات” کتاب کتنې ته وړاندې شو

د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د ډاکټر همایون سعیدي د “طبي او حیاتي احصایوي څېړنو اساسات” چاپ شوی کتاب کتنې تهوړاندې شو.

دا کتاب چې ۲۷ فصلونه لري، د څېړنیزو میتودونو او طبي احصایو په اړه له ډېرو بېلګو او انځورونو سره تشریح شوی دی.

د نوموړي کتاب په کتنه کې چې مسولینو، کارپوهانو او ډاکټرانو ګډون کړی و، د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان برید جنرال دوکتور محمد اسماعیل وردګ د دغه کتاب چاپ د افغانستان د طبي علومو اکاډمي لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.

دا کتاب به د ځوانو ډاکټرانو، روزونکو، دوکتورا زده کونکو، متخصصینو، پروفیسرانو، ساینسي او څیړنیزو کارمندانو، او منځنیو طبي پرسونل لپاره اغیزمن وي.

د راتلونکي ژمي لپاره د سون توکو د بیو کنټرول طرحه: د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای کیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل  شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي.

د دې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به ۴۰۰زره  ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای شي. چې یو ټن به هېوادوالو ته په ۹ زره افغانۍ ورکول کیږي.

همدا راز د مایع ګازو د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د ګوزڼ محوه کېدو ته نږدې شوی

د روغتیا نړیوال سازمان د ګوزڼ نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې افغانستان د پخوا په پرتله د دې ناروغۍ محوه کېدو ته نږدې شوی.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه د ګوزڼ ناروغیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

په روان میلادي کال کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرنې په اساس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۱ کې دا پېښې څلورو ته راټیټې شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې افغانستان د ګوزڼ محوه کولو ته ښه فرصت لري.

سومالیا کې موټر بم چاودنو ۱۰۰ کسان وژلي

رویټرز خبري اژانس د سومالیې ولسمشر په حواله خبر ورکړی چې د هېواد پلازمېنه موګادیشو کې  په دوو موټرونو کې د ځای پر ځای شویو بمونو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، لومړۍ چاودنه د سومالیا پوهنې وزارت ته نیږدې  شوې او دویمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې خلک د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه راټول شوي وو.

د جنوبي کوریا په یوه جشن کې ۱۴۹ کسان وژل شوي

د راپورونو پر بنسټ د جنوبي کوریا په پلازمینه ” سیول ” کې د هالووین جشن کې د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله پر مهال ۱۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول مسولینو ته امر کړی، چې سیمې ته د لومړنیو مرستو ټیمونه واستوي او ژر تر ژره د قربانیانو لپاره د په روغتونونو کې بسترونه برابر کړي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ مولوي نورالحق انور: اسلامي نظام کې د استخدام روڼټیا یو اصل دی

د چارو ادارې لوی رییس شیخ مولوي نورالحق انور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند بستونو لپاره د ازموینې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د دې پروسې پر روڼټیا ټينګار کړی او د استخدام په برخه کې یې شفافیت یو اصل بللی.

دې غونډې ته د مخابراتو سرپرست وزیر نجیب‌ الله حقاني ‏په خپله وینا کې ویلي، چې د دې وزارت خالي بستونه به د ازادې سیالۍ له لارې په مسلکي کسانو ډک کړي.

د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي؛اسلامي نظام کې د قومیت، نژاد او جنسیت له توپیر پرته هر څوک د شرعي اصولو په چوکاټ کې د خدمت مصدر کېدلی شي.

د کابل سیلو دولتي شرکت خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریک کړل

د کابل سیلو دولتي شرکت رییس مولوي نصرالله منصور وايي،  چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیلوګانې د نه پاملرنې له امله غیرې فعاله وې؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره بېرته فعاله شوې دي.

نوموړی وايي، په تېر کال کې د کابل سیلو دولتي شرکت عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د اسلامي امارت له راتګ څخه د روان کال د تلې تر میاشتې دغه شرکت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د منصور په وینا؛ د اټکل له مخې د روان لمریز کال تر پایه به د کابل سیلو عواید ۲۰۰ میلیونو ته لوړ شي.

ښاغلي منصور له دولتي ارګانونو او ادارو  څخه غوښتي چې د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه له دې شرکت سره همکاري او قرارداد وکړي.

په همدې حال د دولتي شرکتونو لوی رییس مولوي عبدالحمید اخندزاده د کابل سیلو دولتي شرکت د مسوولینو او کارکوونکو کړنې او فعالیتونه وستایل او هېوادوالو ته یې د دولتي شرکتونو له خوا د ښو او باکیفیته خدمتونو پر وړاسندې کولو ټینګار وکړ.

د کابل سیلو دولتي شرکت په ۱۳۳۵ لمریز کال تاسیس شو او اوسمهال پکې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کار بوخت دي. دغه شرکت (د غنمو د زېرمو کولو، د اوړو د تولید او د ډوډۍ، ناشتا، کیک، روټ کلچې … د پخولو او وېشلو) په برخو کې فعالیت کوي.

لغمان کې د ۴۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلو متره سړک د بيا رغونې چارې پیل شوې

د لغمان لایت په الینګار ولسوالۍ کې د WfPموسسې په مالی ملاتړ د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلو متره سړک د جوړې دوو چارې پیل شوې.  په دغې پروژه کې د الينګار ولسوالۍ اړوند د ساو ۱۰ کيلو متره سړک، د سنګره درې ۸ کيلو متره او د کلمان ۱۲ کيلو متره سړک د بيا رغونې چارې پیل شوې.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر وايي، چې په یادو درې واړه پروژو کې ۵۲۷ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او چارې به يې د ۹ مياشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

ورته مهال د لغمان والي قاري زین العابدين عابد د يادو پروژو د کارونو په شروع کېدو د خوښي ترڅنګ د WFP  موسسې له مسولينو څخه د یادو پروژو د پلي کولو په پار مننه کړې.

ښاغلی عابد د لغمان ولايت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅې وکړي، ترڅو دا ولايت په ټولو برخو کې لا پرمختګ وکړي.

د سیمې ځايي اوسېدونکو د منظور شویو پروژو په پلي کولو خوښي څرګنده کړې او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم طرحو په اړه د نظر غوښتنې غونډه وکړه

یاده غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر  ملا عبداللطیف منصور په مشرۍد دې وزارت د رییسانو، سلاکارانو،تخنیکي مسولینو، د ښار جوړونې، مالیې،د کلیو پراختیا او اقتصاد وزارتونو د دښاروالۍ عمومي ریاست، د کابل ښاروالي، د چاپيریال ساتنې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت استازو او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

غونډه کې، د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبود تامین طرحه، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه د تعرفې یا اجورې طرحه، د باران اوبو د راټولولو په کارولو سره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې طرحه، د کرنې او سرسبزي په موخه د فاضلابو د تصفیې طرحه او د اوبو د سپما په موخه د عامه پوهاوي طرحه چې د افغانستان اسلامی امارت د دویمې مصوبې د ۱۴۴۴/۴/۱۰نیټې پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت له خوا ترتیب او له ټولواړوندو وزارتونو سره شریک شوې وه، نظر غوښتنه ترسره شوه.

د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو په یاده ناسته کې د ترتیب شویو طرحو هر کلی وکړ او څرګنده یې کړه چې ټولې طرحې یې مطالعه کړې او د هغه د غوره والي لپاره خپل نظرونه د اوبو او انرژي وزارت له مسولینو سره شریک کړي -دي.

د دې غونډې په پای کې هوکړه وشوه چې د وزارتونو استازي په جلا توګه د اوبو او انرژي وزارت د یادو طرحو له ترتیب کوونکې کمیټې سره په ګډه کار وکړي، ترڅو د وزارتونو او اړوندو ادارو مهم او اړین نظرونه په دې طرحو کې شامل شي او په نهایي او غوره والي باندې کار وشي.

کندوز ولایت کې د درېیو پراختیايي پروژو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې

د پنج امو سیندیزې حوزې لوی رییس انجینر رفیع الله مجتبي او مل تخنیکي ټیم د کندوز په خان اباد ولسوالیو کې د خان اباد سربند د دروازو، د قرغز د کلي پلچک او د خان اباد د کیڼ کانال پروژو له چارو څخه د لیدنې پر مهال د یادو پروژو پر کیفیت ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې پروژو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي همدارنګه د په خان اباد ولسوالۍ کې د اوبو د تنظیم له ساحوي مدیریت څخه په لیدنه کې د دې مدیریت د کارکوونکو فعالیتونه ستایلي او د چارو د لا ښه سمبال په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته کړې دي.