ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog

د عامې روغتيا وزارت پلاوي له يوه روسي شرکت سره د ګډې پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد مسکو کې د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د رسمي لیدنو پر پلان او د خوړو او درملو له تولیدي شرکتونو څخه د لیدنو په اړه خبرې شوې دي.

عامې روغتیا وزارت مسکو ته د افغان پلاوي د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو په سکتور کې د ستراتېژیکو همکاریو پراختیا او افغان سوداګرو ته درملو برخه کې د معیاري، خوندي او مناسب قیمت وارداتو د اسانتیاوو رامنځته کول ښودلي دي.

دغه راز یاد پلاوي د (Pharmasyntez) درمل جوړونې شرکت له مسولینو سره هم د صادراتو پر اسانتیا او د درمل جوړونې سکتور کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د عامې روغتيا وزير: د روغتيايي سکټور پياوړتيا د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د یونیسف له رییس، ډاکټر تاج‌الدین اوېلا سره په لیدنه کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي، لرې پرتو سيمو ته د روغتيايي اسانتياوو پراخوالو، د واکسين پروګرامونو ملاتړ او یو شمېر نور مسایلو په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ویلي، د روغتیایي سکتور پیاوړتیا د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږی چې روغتیایي خدمتونه د هېواد ټولو سیمو ته په عادلانه او اغېزمن ډول ورسېږي.

مولوي نور جلال جلالي دغه راز د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د نړيوالو ادارو رول ته په اشاره د دوی د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د یونیسف رییس په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

یو بهرني شرکت په افغانستان کې د اداري سیستمونو ډیجیټلي کولو برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د «المدینه ډیولپمنټ سپلای ال‌ال‌سي» شرکت له رییسې شهلا هوپر جمال او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییسې د افغانستان په خصوصي سکتور کې د خپلې پانګونې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې له بریالۍ تجربې وروسته غواړي په امارتي ادارو کې هم د اداري سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې مثبت پرمختګونه رامنځته شوي او د دوی شرکت غواړي له شته امنیت او د پانګونې له مناسب چاپېریال څخه ګټه واخلي.

د هغې په وینا، شرکت یې د افغانستان د یوه خصوصي بانک لپاره د ATM کارتونو د چاپ او ځانګړو پرنټرونو د برابرولو په برخه کې پانګونه کړې او چمتو دی چې د موټر چلولو جوازونو، برېښنايي پاسپورټونو د سیستمونو او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې لپاره د ځانګړو پروګرامونو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په اقتصادي، اداري او امنیتي برخو کې د سیستمونو ډیجیټلي کول د وخت اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خلکو د اسانتیاوو لپاره د اداري سیستمونو ساده کول خپل مهم لومړیتوب ګڼي.

دغه‌راز ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې د یاد شرکت رییسې او پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګه‌والو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د دوی وړاندیزونه به له اړوندو ادارو سره شریک شي.

امريکايي سناتورانو د امريکا او چین ترمنځ د همکارۍ او ثبات غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکایي سناتورانو یوه پلاوي چین ته د سفر په ترڅ کې د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ پر ثبات او سوله‌ییزه همکارۍ ټینګار کړی دی.

امریکایي سناتور، استیو ډاینز چې د دغه پلاوي مشري کوي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ‌یي سره په کتنه کې ویلي: « موږ د کړکیچونو د کمولو غوښتونکي یو، موږ ثبات او متقابل درناوی غواړو.»

دغه څرګندونې چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې شوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت ټینګښت او د خلکو هوساینه د اسلامي امارت اساسي دنده ده

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فراه ولایت له والي ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د فراه والي د یاد ولایت د امنیتي، ټولنیز او سیمه‌ییزې حکومتولۍ د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې اوسمهال په فراه کې بشپړ امنیت ټینګ دی او مجاهدین شپه او ورځ د امنیت د ساتنې او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

ملا محمد حافظ مجاهد همدارنګه د فراه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له مولوي عبدالسلام حنفي سره شریک کړي دي.

دغه‌راز د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د یادې لیدنې پر مهال د فراه د والي د فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د امنیت ټینګښت او د خلکو هوساینه د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې سیمه‌ییز مسولین باید د خلکو د ستونزو د حل او د عامه خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

همدارنګه نوموړي د فراه د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره اړین اقدامات ترسره کړي.

د کډوالو عالي کمېسیون: د افغان کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو بشپړ امکانات لرو

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، افغانستان د راستنېدونکو افغان کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو لپاره بشپړ امکانات لري او باید د کرښې ها غاړه  افغان کډوال ونه ځنډول شي.

د دغه کمېسیون په اعلامیه کې، چې د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له لوري خپره شوې، راغلي چې هر څومره افغان کډوال هېواد ته راستانه کېږي، د هغوی د سمبالښت او خدمت کولو وړتیا شتون لري.

اعلامیه زیاتوي، چې په پاکستاني اړخ کې افغان کډوال د بېلابېلو پلمو له امله د ورځو لپاره ځنډول کېږي او د سړک پر سر پاتې کېږي، په داسې حال کې چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم ورسره وي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه‌راز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې غوښتي، چې له پاکستاني لوري سره د افغان کډوالو د نه ځورونې او ژر پرېښودو په اړه خبرې وکړي او دې ستونزې ته دې ژر تر ژره رسېدنه وشي.

ترمپ: له ایران سره د هوکړې ډېر امکان شته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې یې له ایران سره «ډېرې ښې خبرې» کړي او ډېر امکان شته چې موږ یوې هوکړې ته ورسېږو.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي ویلي، د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا وړاندیز لا هم «تر ارزونې لاندې» دی، او تهران به له وروستیو سلا مشورو وروسته د پاکستان له لارې امریکا ته رسمي ځواب واستوي.

د کونړ د نفرایت او مرمر كانونو تخنيکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه.

کانونو او پټرولیم وزارت د دې ارزونې موخه د کانونو معیاري استخراج او د روانو فعالیتونو څارنه بللې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې څارنې پرمهال د معیاري استخراج، د کار خوندیتوب او د کاني سرچینو د ساتنې پر اصولو ټینګار شوی دی.

محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ګامبیا له سفیر سره د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي دوکتور عمر جاح سره لیدنه کړې ده.

په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د سراسري امنیت او ثبات، د پانګونې فرصتونو او نورو ګډو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، دوکتور عمر جاح د قطر ترڅنګ د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم سمبالوي.