په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي دوکتور عمر جاح سره لیدنه کړې ده.
په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د سراسري امنیت او ثبات، د پانګونې فرصتونو او نورو ګډو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، دوکتور عمر جاح د قطر ترڅنګ د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم سمبالوي.

