د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، چې په ټول هېواد کې د اسان خدمت او د برېښنایي پېژندپاڼو د ۸۷ وېش څانګو له لارې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو (وری، غویی او غبرګولي) کې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې ۲۷۹ زره او ۱۳۳ یې نارینه او ۱۰۲ زره او ۷۶ یې د ښځینهوو پېژندپاڼې دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په دغه موده کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې (۱۰۲ زره او ۲۲۷) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي او تر کابل وروسته ننګرهار د ۳۶ زره او ۳۳۵، هرات د ۳۳ زره او ۲۶۶، کندهار د ۲۱ زره او ۸۸۴ او بلخ د ۱۷ زره او ۵۶۶ پېژندپاڼو په وېشلو هغه ولایتونه دي، چې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې یې هېوادوالو ته وېشلې دي.
د ویلو وړ ده، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۷ میلیونه او نږدې ۸۷۰ زره هېودوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

