ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبد السلام حنفي د بندیانو حقونو په رعایت ټینګار کړی

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له مسولینو سره د یادې ادارې د اداري چارو او د بندیانو د وضعیت په اړه ناسته کړې ده.

د ارګ د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د زندانونو اداري چارې، روغتیايي وضعیت، د بندیانو حقوقي او شرعي حقوق، د اداري خدمتونو کیفیت، د حفظ‌الصحې وضعیت او په مرکز او ولایتونو کې د زندانیانو چارو ته د رسېدنې څرنګوالی ارزول شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې له زندانیانو سره باید د اسلامي شریعت له اصولو سره سم چلند وشي او د هغوی شرعي او قانوني حقونو ته بشپړه پاملرنه وشي.

نوموړي همداراز د زندانیانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو، د اداري نظم د پیاوړتیا او د شفافیت د لوړولو لپاره د عملي او جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي په هغه سیمینار کې هم ګډون کړی، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د ولایتي زندانونو مسؤلینو ته جوړ شوی و.