د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ اداري غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د دفتر عمومي ریاست مرستیال، د بېلابېلو ریاستونو رییسانو، مرستیالانو، استازو او د ریاستالوزرا اداري معاونیت د دفتر عمومي رییس ګډون کړی و.
په غونډه کې ډاکټر ملا عبدالواسع د دندو د اغېزمن ترسره کېدو لپاره د معلوماتو، تجربو او همکاریو پر شریکولو او د ادارو ترمنځ پر ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
نوموړي له مسولینو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو او فرمانونو بشپړ اطاعت وکړي او د ورورولۍ، اخلاص او متقابل درناوي په فضا کې د چارو د ښه ترسره کېدو او شفافیت لپاره هڅې زیاتې کړي.
هغه زیاته کړه، چې د ادارو موخه باید د خلکو د ستونزو حل، د اسانتیاوو رامنځته کول او د اسلامي امارت او ولس ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا وي.
په همدې حال کې د ریاستالوزرا اداري معاونیت استازي مولوي عبدالخلیل روحاني، د تدارکاتو ریاست رییس مولوي محمدنسیم هلال، د مطبوعاتو ریاست رییس مولوي محمد داود محمدي او د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست استازي خپلې اړوندې موضوعګانې، غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د غونډې د اجنډا له مخې، د ازاد بحث په برخه کې ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، مشورې او معلومات شریک کړل.

