ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې قرارداد د څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې د چارو په لړ کې د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد د مبارز برکتزي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه او ۷۸۳ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک کړی، چې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي.

د قرارداد د لاسلیک پر مهال د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي، چې د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي لارو څخه ده او د پروژې د معیاري او پر وخت پلي کېدو لپاره باید جدي هڅې وشي، څو یاده پروژه د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي مشخصاتو سره سمه بشپړه شي.

د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د اولنګ له سیمې څخه تر جبل‌السراج پورې د ۱۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ متره پلنوالي سړک بیارغونه رانغاړي، چې په اسفالتي بڼه به ورغول شي.

په دې پروژه کې د پینځو نویو پلچکونو جوړول، د ۳۳ پلچکونو پراخول او د سړک یوې غاړې ته د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.

د ټولګټو وزارت ویلي، چې د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او خنجان ـ دوشي برخو کې روانې دي او تر دې دمه د تونل، ګالریو او ګڼو زیانمنو شویو برخو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ترانسپورتي او ترانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.