کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي د افغانستان د وچې مېوې ټولنې له رییس او غړو سره لیدنه کړې.
کابل کې د ایران سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لارو چارو او د ایران له لارې د افغانستان د وچې مېوې د ترانزیټ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.
دغه راز په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو شریکانو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا پر ضرورت، په بندرونو او صفري نقطو کې د ستونزو پر حل او د توکو د لېږد رالېږد د بیو پر کمولو ټینګار شوی دی.

