د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې شوې دي:
۱- د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوجستیک پخوانی مرستیال ملا عبدالله بشیر، د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رییس په توګه.
۲- د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قومونو او قبایلو او همغږۍ پخوانی مرستیال، مولوي محمد علي جان د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوجستیک د مرستیال په توګه.
۳- د سرحدي پولیسو پخوانی عمومي رییس، مولوي حزب الله افغان، د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت د ارکانو د رییس په توګه.
۴- د ارشد معینیت د ارکانو پخوانی رییس، ملا عبدالرحیم احمد، د سرحدي پولیسو د عمومي رییس په توګه.
۵- د معیار او کیفیت ادارې پخوانی عمومي رییس، ملا فیض الله تمیم، د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي دي.

