د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران کنګل شویو شتمنیو څخه د ۱۲ میلیارده ډالرو د ازادېدو په تړاو له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي.
ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران ازادې شتمنۍ به د امریکا د کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره کارول کېږي، خو په غبرګون کې یې د ایران د مرکزي بانک رییس عبدالناصر همتي ویلي، چې هېواد یې د دې هوکړې له مخې اړ نه دی چې له امریکا توکي وپېري.

