رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن (سېشنبه، د جون ۲۳مه) د خلیج د همکارۍ شورا درېیو غړو هېوادونو متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین ته خپل سفر پیلوي.
د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د دې سفر پر مهال د خلیج هېوادونو له چارواکو سره د ایران د هوکړې او هرمز تنګي په تړاو خبرې وکړي.

