د ملګرو ملتونو یوه خپلواک تحقیقاتي پلاوي ویلي، چې صهیونیستي رژیم د غزې جګړې پر مهال فلسطیني ماشومان په قصدي ډول په نښه کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي کمېسیون په تازه راپور کې، چې د اشغال شوې فلسطیني خاورې او ختیځ بیتالمقدس وضعیت ارزوي، راغلي چې د اسراییلي عسکرو ځینې کړنې ښايي په غزه کې د نسلوژنې، د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو بېلګې وبلل شي.
راپور زیاتوي، چې د ماشومانو او ملکي وګړو پر وړاندې د زورزیاتي، هدفي بریدونو او نورو احتمالي سرغړونو په اړه شواهد راټول شوي دي.
همدارنګه په راپور کې د جنګي جرمونو د ترسره کېدو او د نړیوال بشردوستانه قانون د احتمالي نقض یادونه هم شوې او د دغو ادعاوو د لا زیاتو څېړنو غوښتنه شوې ده.

