ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 3

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۲۲۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د غویي له څلورمې نېټې څخه تر ۱۰مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزرات زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸ زره او ۱۳۳ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۱زره او ۷۹۷ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره او ۱۹۵ټنه او د خواف–هرات له لارې ۳۰ زره او ۴۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۲۲۹ زره او ۵۳۶ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

همداراز د دې وزرات د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره اوونۍ کې (۲۶۴) ټنه د انارجوس صادر شوی.

د ټولګټو وزارت په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې له امله ویجاړ شوي وو، د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند د ګمبیري په ساحه کې په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

د وزارت په وینا، یاد ښارګوټی په شاوخوا زر جریبه ځمکه کې د معیاري ښاري پلان له مخې جوړ شوی، چې پکې د اوسېدو نمرو ترڅنګ سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیايي کلینیک او هدیرې لپاره هم ځانګړې ځمکې ټاکل شوي، څو اوسېدونکو ته منظم او د ژوند مناسب چاپېریال برابر شي.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د ننګرهار د والي مرستیال مولوي غلام‌الرحمن حیدري او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، څو د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د پلان پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «پلان هغه ګټوره نسخه ده چې خړه دښته د سرو زرو په ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

بلخوا، د ننګرهار د مقام استازي ویلي، چې د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت او د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره به خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

ایران: د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د برید راپورونه ناسم دي

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې هېڅ ډول توغندیز یا هوايي برید نه دی کړی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه «بې‌بنسټه» دي.

د دې قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، په سیمه کې د امریکا او اسراییلو د اډې په توګه د اماراتو پر رول اندېښنه شته او خبرداری یې ورکړی، که د دغه هېواد له خاورې د ایران پر ټاپوګانو، بندرونو یا ساحلي سیمو هر ډول اقدام وشي، د تهران ځواب به سخت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې ایران پر دغه هېواد هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر د تخار له اوبیزو پروژو څخه لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، تخار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د امو سیند د غاړو د تحکیماتو د پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت زیاته کړې، نوموړي همدارنګه د دشت‌قلعه ولسوالۍ ای‌خانم بندر څخه لیدنه کړې په دې سیمه کې د تحکیماتو د پروژې چارو پیل کېدو لارښوونه کړې.

همدارنګه، د اوبو او انرژۍ وزیر د خواجه‌غار ولسوالۍ د کوکچې سفلی د اب‌ګردان بند له سیمې څخه هم لیدنه کړې او د کوکچې سیند څخه د کندوز ولایت د ابدان دښتې ته د اوبو د لېږد طرحه یې ارزولې ده.