د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی، چې د ایران وسلهوالو ځواکونو په وروستیو ورځو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې هېڅ ډول توغندیز یا هوايي برید نه دی کړی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه «بېبنسټه» دي.
د دې قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، په سیمه کې د امریکا او اسراییلو د اډې په توګه د اماراتو پر رول اندېښنه شته او خبرداری یې ورکړی، که د دغه هېواد له خاورې د ایران پر ټاپوګانو، بندرونو یا ساحلي سیمو هر ډول اقدام وشي، د تهران ځواب به سخت وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې ایران پر دغه هېواد هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

