د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې له امله ویجاړ شوي وو، د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند د ګمبیري په ساحه کې په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
د وزارت په وینا، یاد ښارګوټی په شاوخوا زر جریبه ځمکه کې د معیاري ښاري پلان له مخې جوړ شوی، چې پکې د اوسېدو نمرو ترڅنګ سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیايي کلینیک او هدیرې لپاره هم ځانګړې ځمکې ټاکل شوي، څو اوسېدونکو ته منظم او د ژوند مناسب چاپېریال برابر شي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني، د ننګرهار د والي مرستیال مولوي غلامالرحمن حیدري او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، څو د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د پلان پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «پلان هغه ګټوره نسخه ده چې خړه دښته د سرو زرو په ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
بلخوا، د ننګرهار د مقام استازي ویلي، چې د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت او د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره به خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

