ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 4

د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی روسیې ته لاړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته په لاړ، څو افغان سوداګرو ته د درملو د واردولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د وزارت په وینا، دا سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د خوړو او درملو د تأمین او تنظیم، او د معیاري او خوندي درملو د وارداتو د بهیر د اسانه کولو په موخه ترسره شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ادارو له مسولینو سره د ثبت بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو ښه‌والي او د اغېزمنو همکاريو چوکاټونو جوړولو په اړه خبرې وکړي.

همداراز، پلاوی به د روسیې د درمل جوړولو له شرکتونو لیدنه وکړي، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه به وکړي او د نوې ټکنالوژۍ سره به اشنا شي، څو د پانګونې او ګډو همکاریو لپاره عملي زمینه برابره شي.

د چارواکو په وینا، دا سفر به د درمل جوړونې په برخه کې د تجربو تبادله، د ظرفیتونو لوړول او د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.

ملا عبدالمنان عمري: نړیوال باید د کارګرو موضوع سياسي نه کړي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، د هېواد د ځان بسیاینې لپاره ټول افغانان باید یو موټی شي او خپل مسولیت ادا کړي.

 دغه راز نوموړي په نورو هېودونو کې له افغان کارګرو سره په ناوړه چلند نیوکه کړې او دا چاره یې نه زغمونکې بللې ده.

ملا عبدالمنان عمري ویلي، د وخت حکومتونو د کارګرو له ټولنې ناوړه ګټه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، نړیوال باید د کارګرو موضوع سیاسي نه کړي. دغه‌راز ښاغلي د کارګرو ټولنې پرانیستې ته په اشاره ویلي، چې دغه ټولنه به د کارګرو د حقونو ساتنې مرجع وي

د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس د شهادت په اړه د اسلامي امارت د غمرازۍ پيغام!

په ډيره خواشینۍ سره خبر شوو چې د پيښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر استاذ شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس په شهادت رسول شوی.

انالله و انا الیه راجعون

د افغانستان اسلامي امارت په نوموړي باندې برید په سختو ټکو غندي او د علماء کرامو په شهادت رسول د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بولي.

 د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي قشر، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده.

له الله تعالی څخه مرحوم شیخ ته جنت الفردوس، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینو ته د صبر جمیل او اجر جزیل دعا کوو او له الله تعالی څخه د علماء کرامو دښمنانو ته د دنیا او آخرت ذلت غواړو.

 د افغانستان اسلامي امارت

د معیار او کیفیت اداره: شیخ ابونصر فراهي بندر کې څه‌باندې نهه ټنه بې‌کیفیته سرامیک بېرته ګرځول شوي

د معیار او کیفیت اداره وایي، د ودانیزو توکو پر وارداتو د دوامدارو څارنو په لړ کې یې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې د بې‌کیفیته سرامیکو د یوې محمولې ارزولې او د کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله یې بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولې ده.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دې ادارې فني کارکوونکو د دقیقو ارزونو پر مهال د ۹.۱ ټنه سرامیکو یوه محموله غیرې معیاري تثبیت کړې او د هېواد بازارونو ته یې د دننه کېدو مخه نیولې ده.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفافه، منظمه او پریکنده توګه دوام لري او د بې‌کیفیته، غیرې معیاري او د هېوادوالو روغتیا ته د زیان رسونکو توکو پر وړاندې هیڅ ډول نرمښت د منلو نه دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه کې اساسي رول لري

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا له یو شمېر غړو او هغو علماوو سره چې په دې برخه کې ګومارل شوي، لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې، د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا غړو د استادانو د ظرفیت لوړولو او تدریسي چارو د څارنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

دوی همدارنګه د روزنیزو برنامو په تطبیق کې ځینې ننګونو ته اشاره کړې او د ستونزو د حل په موخه یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د یادو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د استادانو د مسلکي پراختیا په ارزښت د هېواد د ښوونیز نظام د ښه والي د یو اساسي رکن په توګه ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه او د ټولنې پرمختګ کې اساسي رول لري.

نوموړي په پای کې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د روزنې د کیفیت د ښه والي په برخه کې د مؤثرو او رغنده برنامو ملاتړ کوي.

د پانګونې بين الوزارتي کمېټې د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه جذب کړې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د فعالیت له پيله تر دې دمه د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه جذب کړې ده.

د ریاست الوزرا‌ اقتصادي معاونیت وايي، چې یادې کمېتې د برېښنا، زېربنا، ودانیو، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ۴۸ طرحې څېړلي، چې د مشرتابه عالي مقام له لوري هم منظورې شوې دي.

دغه راز د دغو طرحو په پلي کولو سره زرګونه کسانو ته کاري فرصتونو برابر شوي او ورسره د کورنیو ودانیزو توکو بازار هم غوړېدلی دی.

اقتصادي معاونیت، د دغې کمېټې د فعالیت موخه پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرل، پانګونې جلب او جذب، د پانګونې فرصتونو شریکول، د پانګوالو او اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د هېواد اقتصادي وده ښودلې ده.

په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره د زرګونه ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه

ننګرهار ولایت کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د زرګونه ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د ختیځ زون سربېره له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د شعر او ادب مینه‌والو هم برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح‌الله نوراني په خپلو خبرو کې له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو اشعارو کې د ملي یووالي، د هېواد د ابادۍ او د اصیل کلتور د ودې پیغامونه وړاندې کړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي شاعر د ولس غږ وباله او ټینګار یې وکړ، چې شاعران باید خپل اشعار د هېواد د پرمختګ او د خلکو د پوهاوي لپاره ځانګړي کړي.

دغه‌راز په مشاعره کې شاعرانو خپل حماسي او هېوادني اشعار د ترنم او ډیکلمې په بڼه ګډونوالو ته واورول، چې د حاضرینو له تود هرکلي سره مخ شول.

د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې هر کال د وري په میاشت کې ترسره کېږي، سږ کال د ورښتونو او سېلابونو له امله غویي میاشت ته ځنډول شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې دا مشاعره لومړی ځل په ۱۳۴۳ لمریز کال کې پیل شوې او تر اوسه هر کال د پسرلي په موسم کې د خلکو په پراخ ګډون سره نمانځل کېږي.

په کونړ کې د پاکستان د پوځي رژیم په تازه بریدونو کې ۳ کسان شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وايي، د پاکستان پوځي رژیم د خپلو بریدونو په دوام یو ځل بیا ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دې بریدونو کې د مالي زیانونو تر څنګ ۳ ملکي کسان شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

همدارنګه ویل کېږي، چې په دې بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي دي او ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

سید عباس عراقچي: د هرمز تنګي کړکېچ نظامي حل ‌لاره نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، په هرمز تنګي کې روان بدلونونه ښيي، چې د یوه سیاسي کړکېچ لپاره هېڅ نظامي حل‌لاره شتون نه لري.

نوموړي د امریکا سره د خبرو اترو د پرمختګ یادونه کړې او په اشارې سره یې امریکا او متحده عربي اماراتو ته ویلي، چې باید پام وکړي، تر څو یو ځل بیا په سخت حالت کې ښکېل نه شي.

عراقچي همداراز د «ازادۍ پروژه» یو بن‌بست بللې ده.

بلخوا، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا له‌خوا په هرمز تنګي کې پر دوو کوچنیو کښتیو د برید په پایله کې پینځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ایراني چارواکو په وینا، یادې لوړ سرعت لرونکې کښتۍ ملکي وې او د سپاه پاسداران سره یې تړاو نه درلود، بلکې د عمان له سواحلو څخه ایران ته د توکو او مسافرو په لېږد بوختې وې.

متحده عربي امارات: د ایران بریدونو ته ځواب ورکول زموږ مشروع حق دی

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران هوايي بریدونه غندلي او هغه یې «نه منلو وړ» بللي دي.

د یاد وزارت په وینا، متحده عربي امارات د دغو بریدونو پر وړاندې د ځواب ورکولو «بشپړ او مشروع حق» د ځان لپاره خوندي ګڼي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا ډول بریدونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي او د هېواد د امنیت لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، د ایران د هوايي بریدونو له امله د فجیره په نفتي صنعتي سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د ملکي دفاع ټیمونه د اور د مهارولو لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د هند درې وګړي ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.