ننګرهار ولایت کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د زرګونه ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د ختیځ زون سربېره له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د شعر او ادب مینهوالو هم برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیحالله نوراني په خپلو خبرو کې له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو اشعارو کې د ملي یووالي، د هېواد د ابادۍ او د اصیل کلتور د ودې پیغامونه وړاندې کړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي شاعر د ولس غږ وباله او ټینګار یې وکړ، چې شاعران باید خپل اشعار د هېواد د پرمختګ او د خلکو د پوهاوي لپاره ځانګړي کړي.
دغهراز په مشاعره کې شاعرانو خپل حماسي او هېوادني اشعار د ترنم او ډیکلمې په بڼه ګډونوالو ته واورول، چې د حاضرینو له تود هرکلي سره مخ شول.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې هر کال د وري په میاشت کې ترسره کېږي، سږ کال د ورښتونو او سېلابونو له امله غویي میاشت ته ځنډول شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې دا مشاعره لومړی ځل په ۱۳۴۳ لمریز کال کې پیل شوې او تر اوسه هر کال د پسرلي په موسم کې د خلکو په پراخ ګډون سره نمانځل کېږي.

