ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 5

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د درملو برخه کې همکاري زياته شوې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د اوزبېکستان هېواد له مرستیال سفیر جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له پلاوي سره ناسته کړې.

عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، افغانستان ته له اوزبېکستان څخه د درملو د صادراتو پیل، په افغانستان کې د درملو د تولید ظرفیت او د ځینو درملو د واردولو پر اړتیا خبرې ترسره او نظرونه شریک شوي دي.

همدارنګه، د بهرنیو شرکتونو د ثبت او راجستر بهیر کې د اسانتیاوو او د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوي دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فرمان پر اساس نوې ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فرمان پر اساس د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي.

۱. د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه؛

۲. د بادغیس ولایت مخکنی والي ملا محمد حنیف حمزه؛ د فاریاب ولایت د والي په توګه؛

۳. د بغلان ولایت مخکنی والي مولوي عبدالرحمن حقاني؛ د خوست ولایت د والي په توګه؛

۴. د خوست ولایت مخکنی والي مولوي عبد ﷲمختار؛ د بغلان ولایت د والي په توګه؛

۵. د ریاسة الوزراء اقتصادي معاونیت مخکنی مشاور ملا محمد ولي جان؛ د بادغیس ولایت د والي په توګه؛

۶. د پکتیکا ولایت مخکنی مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د مرستیال په توګه؛

۷. د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه؛

۸. د بغلان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالحق؛ د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندان په توګه؛

۹. د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د سلب ازادي د مخنیوي مخکنی رییس مولوي محمد عمر مخلص؛ د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه؛

۱۰. د میدان وردګ ولایت مخکنی مرستیال والي ملا فرید ﷲ قیام؛ د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه؛

۱۱. د پکتیا ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي انعام ﷲ صلاح الدین؛ د لوګر ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۲. د لوګر ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي محمد انور؛ د پکتیا ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۳. د نیمروز ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر؛ د میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۴. د هلمند ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس؛ د بغلان ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۵.د فراه ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي رحیم ﷲ محمود؛ د هلمند ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۶. د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې پیاده لواء مخکنی قومندان مولوي محمد ګل خیبر؛ د فراه ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۷. د بغلان ولایت مخکنی مرستیال والي ملا محمد همایون جهاد یاد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمي پلي لواء د قومندان په توګه؛

۱۸.د پکتیکا ولایت د علماوو شوری مخکنی غړی قاضي نور ﷲ؛ د همدې ولایت د مرستیال په توګه؛

۱۹. د لوګر ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا اغا ولي حنفي؛ د زندانونو چارو عمومي ریاست د ازادۍ د سلب شویو ځایونو د څارنې ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

یونیسف په افغانستان کې د کډوالو ښارګوټو جوړولو ته چمتووالی ښودلی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسول ډاکتر تاج الدین اويوالی او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ډاکتر تاج الدین اويوالی اړمنو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت د همکاريو مننه کړې او ویلي یې دي، د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د موسسو او د افغانستان اسلامي امارت مسولينو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې او همداراز دغه بنسټ تيار دی، چې راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

همدارنګه د رياست الوزرا اداري مرستيال د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو مسول او پلاوي سره پر دې لیدنه خوښي ښودلې او د يادو سازمانونو له بشري مرستو څخه يې مننه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان له اړمنو سره د مرستې لپاره تل پر وخت اقدام کړی او په بېلابېلو برخو کې يې د پام وړ مرستې کړې دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز کډوالو ته د ښارګوټو او کورونو جوړولو لپاره د ياد سازمان له لېوالتيا مننه کړې او زیاته کړې یې ده، د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي په پای کې ځوانانو ته د کارموندنې پر موضوع ټينګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو ته چمتو دی.

ایران درې نور کسان اعدام کړل

ایران هغه درې کسان اعدام کړل چې تېر کال د مشهد په لاریونونو کې نیول شوي وو.

ایراني رسنیو د اعدام شویو کسانو جرمونه «موساد ته جاسوسي او د لاریونونو رهبري کول» ښودلي دي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، چې مهدي رسولي او محمد رضا میري د یوه انتظامي عسکر په وژلو کې لاس درلود او ابراهیم دولت ابادي لاریونونه رهبري کول.

هرمز تنګي کې ۲ زره بېړۍ او ۲۰ زره ملی سمندري كاركوونكي بند پاتې دي

نړیوال سمندري سازمان (IMO) ویلي، چې پر ایران د امریکا – اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې په هرمز تنګي کې په شاوخوا ۲ زره بېړیو کې له ۲۰ زرو زیات سمندري کارکوونکي بند پاتې دي.

د راپور له مخې، په دغو بېړیو کې د تېلو او ګازو، د بېلابېلو سوداګریزو توکو او د سېلانېانو لېږدوونکې بېړۍ شاملې دي.

نړیوال سمندري سازمان دا هم ویلي، چې د جګړې له پیل راپدیخوا پر بېړیو لږ تر لږه ۱۹ بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ سمندري کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال، دغه سازمان په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د دغو سمندري کارکوونکو د خوندي لېږد په موخه دې خپل بریدونه را کم کړي.