ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 6

د صنعت او سوداګرۍ وزیر او ملا عبدالحق همکار لیدنه؛ د صنعتي برېښنا پر پراختیا خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې د هېواد د صنعتي برخې لپاره د برېښنا د بنسټونو پر پراختیايي پروژو او د خدماتو پر اړتیاوو خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ښاغلي همکار د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د برېښنا انرژۍ په برخه کې د شویو همکاریو او ژمنو یادونه کړې او د صنعت د پراختیا لپاره یې د شته اسانتیاوو په اړه معلومات شریک کړي دي.

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د صنعتي سکتور لپاره د برېښنا د خدماتو د پراختیا او ډاډمنتیا په برخه کې د برېښنا شرکت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره به صنعتکارانو ته نوې اسانتیاوې برابرې او د پانګونې زمینه به لا پراخه کړي.

نوموړي همداراز د پنجشېر ولایت لپاره د برېښنا د تولید او تاسیساتو د پروژو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.

د برېښنا شرکت وایي، د مشرتابه د لارښوونو پر بنسټ یې د صنعتي برخې ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کړې او د باثباته برېښنا د برابرولو لپاره یې په هېواد دننه د تولید یو شمېر پروژې پیل کړې دي.

ایران د امریکا – اسرئيلو کدو بريدونو له امله ویجاړ شوي ۳۷ زره ساختمانونه بېرته رغولي

د ایران د کور جوړونې بنسټ ویلي، چې په دغه هېواد کې د امریکا – اسرائیلو د ګډو بریدونو په پایله کې ویجاړ شوي ۳۷ زره استوګنیز کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې بېرته رغولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې پر دغه هېواد د امریکا – اسرائیلو په ګډو بریدونو کې له ۱۲۵ زرو زیات ملکي ساختمانونه په بشپړه یا په نیمه ډول تخریب شوي دي.

حزب الله تېره ورځ د لبنان په سویل کې د اسرائیلي پوځ پر وړاندې ۱۱ عمليات کړي

حزب‌الله وایي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې د لبنان د سویل په بېلابېلو سیمو کې د اشغالګر اسرائیلي پوځ پر وړاندې ۱۱ عملیات تر سره کړي.

الجزیرې خبري شبکې د حزب‌الله له قوله ویلي، چې په دې عملیاتو کې بې‌پیلوټه الوتکې، راکیټونه او توپونه کارول شوي، خو اسرائیلي پوځ ته د اوښتو زیانونو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

حزب‌الله ویلي، چې دغه عملیات یې د لبنان د بې‌ګناه خلکو د دفاع په موخه کړي، چې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند سربېره د اسرائیلي رژیم د پرلپسې بریدونو لاندې دي.

تېر کال د نږدې ۱۶ زره ټوکه کتابونو ارزونه شوې

د تېر ۱۴۰۴ کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري د ۱۵ زره او ۵۲۵ ټوکه صادر او وارد شویو او د ۳۷۰ لیکل شویو کتابونو ارزونه شوې ده.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په یاده موده کې له خصوصي کتاب پلورنځیو څخه د اصولو او معیار خلاف ۹۲۹ ټوکه کتابونه راټول شوي دي.

همدارنګه د لیکوالانو د حقوقو ساتنې په موخه ۷۰۰ ټوکه کتابونو ته د “ISBN” نمبرونه وېشل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کې د صلاحیتونو د پوهاوي پینځه ورځنی سیمینار پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د «زونونو رییسانو او ولایتي امرینو د صلاحیتونو او مسولیتونو د پېژندنې» تر سرلیک لاندې پینځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په مرکز کې پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت، د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل‌الرحمن فاضل، د مرکزي ادارې یو شمېر رییسانو او د زونونو او ولایتونو مسولینو ګډون کړی و.

مولوي غلام حیدر شهامت د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي نظام په چوکاټ کې د خدمت‌ګذارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، مسولین باید ځانونه د خلکو خدمت ته وقف کړي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له دقت او ژمنتیا کار واخلي.

نوموړي همداراز د بیت‌المال د ساتنې او د چارو د شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي شهامت د تعلیمي نصاب د بازار له اړتیاوو سره سم تنظیم، د وړتیا پر بنسټ د افرادو ګمارنه او د زده‌کړو د کیفیت لوړول د ادارې د پرمختګ مهم عناصر وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې مسولین باید د خپلو اړوندو برخو له ټولو جزیاتو څخه بشپړ معلومات ولري او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره د نوښتونو او نصاب نوي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلخوا، د مالي او اداري چارو مرستیال د دې ډول سیمینارونو د اغېزمن استعمال پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

همداراز د کارکوونکو چارو رییس وویل، د ورته پروګرامونو ترسره کول د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار به پینځه ورځې دوام وکړي، چې پکې به د اداري مدیریت، صلاحیتونو، مسولیتونو او د زده‌کړو د بهیر د ښه‌والي اړوند موضوعات ګډونوالو ته وړاندې شي.

په ۱۴۰۴ کال کې د عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله یو کتاب ۷۰ زره ټوکه چاپ شوی

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله (مجاهدینو ته لارښوونې) کتاب ۷۰ زره ټوکه چاپ او ویشل شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، دغه راز په دې موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د کتابونو پلورلو غرفې جوړې شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړې، د دې ترڅنګ، په یاده موده کې ۶ نوي کتابونه چاپ، ۲۱ ډیزاین، ۸ تالیف او ۹ ژباړل شوي او کابل کې ۱۴ کتاب‌ پلورنځي بېرته فعال شوي دي.

د معیار او کیفیت اداره: شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۲۵.۱ ټنه بې‌کیفیته ایزوګام بېرته ګرځول شوي

د معیار او کیفیت اداره وایي، د ودانیزو توکو پر وارداتو د دوامدارو څارنو په لړ کې یې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې د ۲۵.۱ ټنه ایزوګامو یوه محموله ارزولې او د کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله یې بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولې ده.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د ودانیزو پروژو د کیفیت او خوندیتوب د ډاډمنولو په موخه به د وارداتي توکو د کنټرول بهیر په جدي او دوامداره توګه روان وساتي.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې هېڅ ډول غیرې معیاري توکو ته به هېواد ته د داخلېدو اجازه ور نه کړل شي.

د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې تایید شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې تایید شوې او اړوندو ادارو ته یې د عملي کېدو لارښوونه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د برېښنا، کانونو، اوبو لګولو او زیربنایي برخو مهمې طرحې شاملې دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به پلي شي.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې په تایید شویو پروژو کې د ننګرهار په شیخ مصري سیمه کې د لمریزې برېښنا تولید، د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برېښنا د لېږد پروژې، د کندهار او هلمند په ځینو ولسوالیو کې د برېښنا شبکو پراختیا او د کندهار د څښاک اوبو اړوند پروژې شاملې دي.

همداراز، د فاریاب په پښتون‌کوت ولسوالۍ کې د خښتو پخولو پروژه، د سرپل د کانونو اړوند پروژې او د نیمروز په مرکز کې د یو شمېر مهمو تاسیساتو جوړول هم د یادو طرحو برخه جوړوي.

د چارواکو په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د برېښنا تولید او وېش کچه لوړه کړي، د اوبو لګولو او بنسټیزو خدمتونو وضعیت به ښه کړي او په سیمه‌ییزه کچه به د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

چارواکي زیاتوي، دا پرېکړې د اقتصادي پرمختګ، د زیربناوو د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه شوې دي. د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویلېږي