ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 7

هرمز تنګي کې د تګ او راتګ په نوې طرحه کار روان دی

د ایران پارلمان اعلان کړی، چې هرمز تنګي کې د تګ او راتګ د مدیریت لپاره د یوې نوې قانوني طرحې د چمتو کولو کار روان دی.

د دې طرحې له مخې، هغه بېړۍ چې له اسراییلي رژیم سره تړاو لري، د دې مهمې لارې له تېرېدو څخه منع کیږي.

همدارنګه د مخالفو هېوادونو بېړۍ به یوازې هغه وخت له دې تنګي تېرېدای شي چې د جګړې تاوان ورکړي.

دا طرحه دا هم وړاندې کوي، چې له دې وروسته به ټولې بېړۍ د ایران له اجازې ترلاسه کولو وروسته د تګ او راتګ اجازه ولري.

د ایران د تېلو یوه ستره کښتۍ د امريکا له سمندري کلابندۍ تېره شوې

«ټانکر ټرکرز» شرکت چې په نړیواله کچه د نفتو لېږد رالېږد څاري ویلي،  د ایران د خامو تېلو د استخراج ملي شرکت یوه ستره کښتۍ چې د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱.۹ میلیونه بېرلو خام تېل لېږدوي، د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شوې او د اسیا–پاسیفیک سیمې ته رسېدلی ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو څو ورځې وړاندې هم ویلي، چې تراوسه لږ تر لږه ۵۲ ایراني کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېرې شوې دي.

د خلیفه سراج الدین حقاني او د کار او ټولنیزو چارو وزیر لیدنه؛ د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوي

د کورنیو چارو وزير خلیفه سراج الدین حقاني د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې په دې لیدنه کې د هېواد دننه او بهر د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو وزارتونو تر منځ به د‌ همغږۍ پر لا زیاتېدو، بهر ته د تلونکو او هېواد ته د راتلونکو کارګرو د تګ راتګ چارې تسهیل شي.

له ایران څخه هېواد ته د افغان بنديانو د لېږد د نوي پړاو پر پیل ټینګار شوی

په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال ډاکټرعسکر جلالیان سره لیدنه کړې.

په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ په عدلي او قضایي چارو کې د همکاریو پر پراختیا او همدارنګه له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد د نوي پړاو پر پیل ټینګار کړی دی.

ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره آمریکا ته ۱۴ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پاکستان په واسطه امریکا ته ۱۴ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

د راپور له مخې، ایران په دغه طرحه کې د بیا ځلې یرغل د نه کولو د ضمانت، د ایران له شاوخوا سیمو څخه د امریکایي ځواکونو وتلو، د سمندري محاصرې پای ته رسولو، د ایران کنګل شویو شتمنیو ازادولو، د بندیزونو لرې کولو، د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې د جګړې ختمولو او د هرمز تنګي د مدیریت غوښتنې کړي.

ورته‌ مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د ایران له‌خوا استول شوې طرحه وڅېړي.

د افغانستان برېښنا شرکت او ۷۷ ترکي شرکت مسولينو ترمنځ د برېښنايي پروژو پر پرمختګونو خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سليمان جولیو او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هېواد په کچه د برېښنا سکتور د روانو پروژو پر پرمختګونو، شته ننګونو او تخنیکي چارو هر اړخیز بحث وشو.

د ۷۷ ترکي شرکت استازو په ننګرهار ولایت کې د شیخ مصري د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پرمختګونو ته اشاره وکړه او د پروژو د عملي بهیر پر مهال د احتمالي ستونزو د حل لپاره یې د ګډو همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

بلخوا، د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د یادو پروژو له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا لپاره به لازمې همکارۍ وکړي، څو پروژې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.