د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سليمان جولیو او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هېواد په کچه د برېښنا سکتور د روانو پروژو پر پرمختګونو، شته ننګونو او تخنیکي چارو هر اړخیز بحث وشو.
د ۷۷ ترکي شرکت استازو په ننګرهار ولایت کې د شیخ مصري د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پرمختګونو ته اشاره وکړه او د پروژو د عملي بهیر پر مهال د احتمالي ستونزو د حل لپاره یې د ګډو همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
بلخوا، د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د یادو پروژو له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا لپاره به لازمې همکارۍ وکړي، څو پروژې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.

