د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا له یو شمېر غړو او هغو علماوو سره چې په دې برخه کې ګومارل شوي، لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې، د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا غړو د استادانو د ظرفیت لوړولو او تدریسي چارو د څارنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
دوی همدارنګه د روزنیزو برنامو په تطبیق کې ځینې ننګونو ته اشاره کړې او د ستونزو د حل په موخه یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د یادو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د استادانو د مسلکي پراختیا په ارزښت د هېواد د ښوونیز نظام د ښه والي د یو اساسي رکن په توګه ټینګار کړی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه او د ټولنې پرمختګ کې اساسي رول لري.
نوموړي په پای کې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د روزنې د کیفیت د ښه والي په برخه کې د مؤثرو او رغنده برنامو ملاتړ کوي.

