د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، د هېواد د ځان بسیاینې لپاره ټول افغانان باید یو موټی شي او خپل مسولیت ادا کړي.
دغه راز نوموړي په نورو هېودونو کې له افغان کارګرو سره په ناوړه چلند نیوکه کړې او دا چاره یې نه زغمونکې بللې ده.
ملا عبدالمنان عمري ویلي، د وخت حکومتونو د کارګرو له ټولنې ناوړه ګټه اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړې، نړیوال باید د کارګرو موضوع سیاسي نه کړي. دغهراز ښاغلي د کارګرو ټولنې پرانیستې ته په اشاره ویلي، چې دغه ټولنه به د کارګرو د حقونو ساتنې مرجع وي

