ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 2

اسلامي امارت چين کې د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشيني څرګنده کړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چین د هینان ولایت په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله خواشیني څرګنده کړي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د راپورونو پر اساس، یاده چاودنه د اور لوبې وسایلو په یوه کارخونه کې رامنځته شوې چې له امله ۲۱ تنو ژوند بایللی او ۶۱ نور ټپیان شوي.

اسلامي امارت تر ځمکې لاندې اوبو پر پیاوړتيا او اغېزناکې کارونې ټینګار کړی

د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تر ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه غونډه وشوه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي،په دې غونډه کې د چکډېمونو او د اوبو د بندونو د جوړولو پروسې پر دوام او تر ځمکې لاندې اوبو دخوندیتوب او پیاوړتیا په موخه  ټینګار وشو.

د ښاغلي فطرت په وینا، دغه راز ګډونوالو د کرنیزو کانالونو جوړولو، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د څاڅکو سیستم او له اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستې په اړه لازم تصمیمونه ونیول.

مرکزي اسیا اتلولیو ته د فوټبال ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان فوټبال فدراسیون د مرکزي اسیا فوټبال ۲۰ کلنو ځوانانو اتلولیو ته خپله لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې ۲۰ لوبغاړو حامد امیري، عبدالرحیم رسولي، یاسر ساپی، نوید محبوبي، ساحل سروري، محمد وارث شیرزی، عظیم الدین حاجي‌زاده، احمد منیب امیري، حبیب الله هوتک، سید حسیب الله سادات، لمر کټوازی، میلاد مظفري، سروش علومي، ویس الدین ولي‌زاده، مرتضی دلداربېک، زاهد عارفي، احمد صمیم ناصري، عبدالله ساپی او سلیم محمدي شامل دي.

د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال اتلولیو کې افغانستان، قرغزستان، اوزبېکستان، ترکمنستان او تاجیکستان هېوادونو ونډه اخیستې ده.

دا سیالۍ د تاجیکستان په کوربه‌توب ترسره کیږي، چې د روانې غويي/ثور میاشتې پر ۲۰مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.

د دې سیالیو د تېر پړاو اتلولي ایران ګټلې وه، خو سږ کال په یاد ټورنمېنټ کې ونډه نه لري.

د احصایې او معلوماتو عمومي اداره: په تېره یوه نیمه لسیزه کې د هېواد د ځنګلونو پوښښ ۳۵ سلنه زیات شوی


د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، چې د جغرافیایي معلوماتو د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ انځورونو په کارولو سره د هېواد د ۱۴۰۴ کال د ځنګلونو پوښښ ساحې تثبیت کړې دي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله یې په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره (۳۵ سلنه) زیاتوالی راغلی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، د هېواد د ځنګلونو د سټلایټي نقشه کولو شمېرې ښیې چې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ساحه شاوخوا ۱.۶ میلیون هکټاره وه، چې د افغانستان د ټولې ځمکې ۲.۵۴ سلنه جوړوي. همدارنګه د ځنګلونو او بوټو ټولیزه ساحه شاوخوا ۳.۳ میلیون هکټاره ده، چې د هېواد د ټولې خاورې ۵.۰۶ سلنه جوړوي.

د دغې ادارې په وینا، د وروستیو شمېرو تحلیل ښيي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله د ځنګلونو په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره زیاتوالی او د ځنګلونو او بوټو په ټولیزه ساحه کې ۱.۵ میلیون هکټاره (۸۳ سلنه) زیاتوالی لیدل کېږي.

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د ځنګلونو په پوښښ کې تر ټولو ډېر زیاتوالی په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې لیدل شوی دی.

د یادې ادارې په وینا، نورستان ولایت د ۲۷۴ زره هکټاره ځنګلونو په لرلو سره د هېواد په کچه تر ټولو ډېر ځنګلونه لري او ورپسې کونړ ۲۵۳ زره هکټاره، بادغیس ۱۸۰ زره هکټاره، پکتیا ۱۷۰ زره هکټاره، خوست ۱۲۸ زره هکټاره او پکتیکا ولایت ۱۱۹ زره هکټاره ځنګلونه لري.

د یادونې وړ ده، چې طبیعي ځنګلونه د افغانستان له مهمو ملي شتمنیو څخه شمېرل کېږي او په اقتصادي پرمختګ کې مهم ځای لري.

سید عباس عراقچي: له امریکا سره په مذاکراتو کې یوازې عادلانه او جامع هوکړه منو

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پکن ته د سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره تر لیدنې وروسته ویلي، تهران په مذاکراتو کې له خپلو حقونو او مشروع ګټودفاع کوي او یوازې یوه «عادلانه او جامع» هوکړه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو په دې پړاو کې د پام وړ پرمختګ هیله څرګنده کړې ده.

ډاکتر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د لرې پرتو او محرومو سیمو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د نورستان ولایت له یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري هم شتون درلود، د نورستان د متنفذینو په استازیتوب یوه عالم د خبرو پر مهال د جهاد په دوره کې د دغه ولایت د خلکو د هلوځلو او سرښندنو یادونه کړې او ویلي یې دي، د نورستان اوسېدونکي د اسلامي نظام ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، د دغه ولایت د سختې جغرافیې او د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله خلک له پراخو محرومیتونو سره مخ دي.

د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د پاکستاني رژیم د بریدونو له امله د ځینو سیمو اوسېدونکي بې‌ځایه شوي او د ژوند وضعیت یې لا سخت شوی دی.

په همدې لیدنه کې د نورستان د متنفذینو له لوري د پراختیایي ستونزو د حل په موخه د لویو لارو، ښوونځیو، مدرسو او روغتونونو د جوړولو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنولو او د کامدېش ولسوالۍ د دوو ولسوالیو پر وېش غوښتنې او وړاندیزونه هم وړاندې شوي دي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لیدنې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د ټولو ولایتونو، په ځانګړي ډول د نورستان، بدخشان، کونړ او نورو لرې پرتو او محرومو سیمو د خلکو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، په تېرو پینځو کلونو کې د پراختیایي پروژو ترڅنګ د خلکو د ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې نوې ولسوالۍ هم منظورې شوې دي، چې له هغې ډلې دوه ولسوالۍ په نورستان کې شاملې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع همدارنګه ویلي، د تېرو ۵۰ کلونو جګړو او ویجاړیو له امله په بېلابېلو برخو کې ستونزې شتون لري، خو د چارواکو له لوري د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې د نورستان د خلکو غوښتنې او ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي څو د حل لپاره یې اړین اقدامات ترسره شي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه؛ کابل کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون پر طرحه بحث شوی

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس‌پوړیزې ودانۍ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاد معاونیت وایي، د طرحې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو یې هر اړخیزه ارزونه وکړي او خپل راپور په ټاکلې نېټه کمېټې ته وړاندې کړي.

دغه‌راز په همدې غونډه کې د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د جوزجان ولایت د شبرغان ښار کې د کفیټریا او دوکانونو د جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.

د معلوماتو له مخې، یادې طرحې اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي، څو د کمېټې د لارښوونو په رڼا کې یې تخنیکي، مالي او اقتصادي تحلیلونه ترسره او راپورونه وړاندې کړي.

کابل کې د پراختیايي پلانونو لپاره د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په موخه د شپږو ښارګوټو ځمکې کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوې.

د کابل ښاروالۍ په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد پروتوکول لاسلیک شوی، چې له مخې یې د ۲۱مې ناحیې د سناتور جنت‌ګل‌خان، د ۱۴مې ناحیې د سردار محمد داودخان، د ۸مې ناحیې د میرویس، د بګرامي د دولت‌زي، او د ۲۲مې ناحیې د علاءالدین او حبیب‌الله ځاځي ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته انتقال شوې دي.

په دې مراسمو کې د چارو ادارې رییس ویلي، دغه پروتوکول د امارتي ځمکو د پلور او وېش قانون د ۱۴مې مادې د (۲) فقرې او د ۱۴/۸/۱۴۴۷ هـ ق نېټې د حکم پر بنسټ لاسلیک شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست د سپارونکي او کابل ښاروالۍ د ترلاسه کوونکي په توګه ټاکل شوي دي.

ښاغلي انور ویلي، چې یادې ځمکې تر تخنیکي او اصولي ارزونې وروسته، د اړوندو وزارتونو، د کابل ولایت مقام، کابل ښاروالۍ او د ځمکو ریاست د استازو له خوا د لېږد په موخه تایید شوې دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، د  دې پروتوکونو له مخې به دغه ځمکې د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې به د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره وکارول شي.همدا راز هغه ښارګوټي چې بېرته ترلاسه شوي دي، په بېلابېلو سیمو کې به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له دولتي ځمکو څخه جلا او د کابل ښاروالۍ په نوم به د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

ښاغلي انور ویلي، اړوند سندونه، لکه د پروتوکول نقل، د ارزونې سندونه، د سیمې کروکي او نور اړین احکام به د ځمکو عمومي ریاست له خوا اړوندو ادارو ته واستول شي او همدانګه له غصب څخه د بېرته راګرځول شویو ځمکو په لېږد سره به کابل کې په اغېزمنه توګه د پراختیايي پلانونو پلي کېدو او د ښاري زېربناوو پراختیا ته زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ښارګوټو کې د تثبیت شویو ځمکو اندازه په لاندې ډول ده:

د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټی: ۳۷۰۳۶ جریبه امارتي ځمکه.

د سردار محمد داودخان ښارګوټی: ۵۵۶ جریبه امارتي ځمکه.

د میرویس ښارګوټی: ۱۳۹ جریبه امارتي او ۴۰۰ جریبه شخصي ځمکه.

د دولت‌زي ښارګوټی (بګرامي): ۳۸.۳ جریبه دولتي او ۱۰۴۱.۷ جریبه شخصي ځمکه.

د علاءالدین خیل ښارګوټی: ۱۰۹۵  جریبه امارتي او ۵۵۵ جریبه شخصي ځمکه.

د حبیب‌الله ځاځی ښارګوټی: ۴۱۸.۸ جریبه امارتي او ۵۲۲ جریبه شخصي ځمکه.

همدارنګه د یاد  فرمان پر بنسټ، د پراختیايي پلانونو دپلي کېدو تر څنګ، د بېرته راګرځول شویو ځمکو د وېش زمینه هم برابره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په بنګله‌دېش کې د سکویر روغتون له مسؤولینو سره د همکاریو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي بنګله‌دېش ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سکویر (SQUARE) روغتون له مسولینو سره لیدنه کړې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د مسلکي تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.

په دې ناسته کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، مل پلاوی او په بنګله‌دېش کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي ویس خان ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې ناسته کې دواړو لوریو د نظارتي سیستمونو د ښه‌والي، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د پرمختللو روغتونونو له تجربو د ګټې اخیستنې پر اهمیت خبرې کړې دي.

همدارنګه د ناستې په پای کې، د وزارت پلاوي د سکویر روغتون له مسولینو د همکارۍ او تود هرکلي مننه کړې او په راتلونکي کې یې د رغنده همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزیر د مس عینک پروژې په بشپر تطبیق ټینګار وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ، د “MCCT” او “MJAM” قراردادي شرکتونو له رییسانو سره د مس عینک پروژې د پرمختګونو او ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د مس عینک قرارداد هغه ژمنې ارزول شوي، چې لا پرې کار نه دی شوی.

دغه راز ښاغلي بدري ټینګار کړی، چې شرکتونه باید له قرارداد سره سم د پروژې د بشپړ تطبیق لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

همدا راز دې لیدنه کې د قراردادي شرکتونو مسولینونو د قرارداد په ځینو برخو د نه کار په اړه معلومات شریک کړي دي.