د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، چې د جغرافیایي معلوماتو د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ انځورونو په کارولو سره د هېواد د ۱۴۰۴ کال د ځنګلونو پوښښ ساحې تثبیت کړې دي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله یې په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره (۳۵ سلنه) زیاتوالی راغلی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، د هېواد د ځنګلونو د سټلایټي نقشه کولو شمېرې ښیې چې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ساحه شاوخوا ۱.۶ میلیون هکټاره وه، چې د افغانستان د ټولې ځمکې ۲.۵۴ سلنه جوړوي. همدارنګه د ځنګلونو او بوټو ټولیزه ساحه شاوخوا ۳.۳ میلیون هکټاره ده، چې د هېواد د ټولې خاورې ۵.۰۶ سلنه جوړوي.
د دغې ادارې په وینا، د وروستیو شمېرو تحلیل ښيي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله د ځنګلونو په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره زیاتوالی او د ځنګلونو او بوټو په ټولیزه ساحه کې ۱.۵ میلیون هکټاره (۸۳ سلنه) زیاتوالی لیدل کېږي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د ځنګلونو په پوښښ کې تر ټولو ډېر زیاتوالی په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې لیدل شوی دی.
د یادې ادارې په وینا، نورستان ولایت د ۲۷۴ زره هکټاره ځنګلونو په لرلو سره د هېواد په کچه تر ټولو ډېر ځنګلونه لري او ورپسې کونړ ۲۵۳ زره هکټاره، بادغیس ۱۸۰ زره هکټاره، پکتیا ۱۷۰ زره هکټاره، خوست ۱۲۸ زره هکټاره او پکتیکا ولایت ۱۱۹ زره هکټاره ځنګلونه لري.
د یادونې وړ ده، چې طبیعي ځنګلونه د افغانستان له مهمو ملي شتمنیو څخه شمېرل کېږي او په اقتصادي پرمختګ کې مهم ځای لري.

