ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د لرې پرتو او محرومو سیمو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د نورستان ولایت له یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري هم شتون درلود، د نورستان د متنفذینو په استازیتوب یوه عالم د خبرو پر مهال د جهاد په دوره کې د دغه ولایت د خلکو د هلوځلو او سرښندنو یادونه کړې او ویلي یې دي، د نورستان اوسېدونکي د اسلامي نظام ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، د دغه ولایت د سختې جغرافیې او د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله خلک له پراخو محرومیتونو سره مخ دي.

د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د پاکستاني رژیم د بریدونو له امله د ځینو سیمو اوسېدونکي بې‌ځایه شوي او د ژوند وضعیت یې لا سخت شوی دی.

په همدې لیدنه کې د نورستان د متنفذینو له لوري د پراختیایي ستونزو د حل په موخه د لویو لارو، ښوونځیو، مدرسو او روغتونونو د جوړولو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنولو او د کامدېش ولسوالۍ د دوو ولسوالیو پر وېش غوښتنې او وړاندیزونه هم وړاندې شوي دي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لیدنې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د ټولو ولایتونو، په ځانګړي ډول د نورستان، بدخشان، کونړ او نورو لرې پرتو او محرومو سیمو د خلکو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، په تېرو پینځو کلونو کې د پراختیایي پروژو ترڅنګ د خلکو د ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې نوې ولسوالۍ هم منظورې شوې دي، چې له هغې ډلې دوه ولسوالۍ په نورستان کې شاملې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع همدارنګه ویلي، د تېرو ۵۰ کلونو جګړو او ویجاړیو له امله په بېلابېلو برخو کې ستونزې شتون لري، خو د چارواکو له لوري د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې د نورستان د خلکو غوښتنې او ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي څو د حل لپاره یې اړین اقدامات ترسره شي.