د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تر ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه غونډه وشوه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي،په دې غونډه کې د چکډېمونو او د اوبو د بندونو د جوړولو پروسې پر دوام او تر ځمکې لاندې اوبو دخوندیتوب او پیاوړتیا په موخه ټینګار وشو.
د ښاغلي فطرت په وینا، دغه راز ګډونوالو د کرنیزو کانالونو جوړولو، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د څاڅکو سیستم او له اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستې په اړه لازم تصمیمونه ونیول.

