ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د پراختیايي پلانونو لپاره د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په موخه د شپږو ښارګوټو ځمکې کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوې.

د کابل ښاروالۍ په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد پروتوکول لاسلیک شوی، چې له مخې یې د ۲۱مې ناحیې د سناتور جنت‌ګل‌خان، د ۱۴مې ناحیې د سردار محمد داودخان، د ۸مې ناحیې د میرویس، د بګرامي د دولت‌زي، او د ۲۲مې ناحیې د علاءالدین او حبیب‌الله ځاځي ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته انتقال شوې دي.

په دې مراسمو کې د چارو ادارې رییس ویلي، دغه پروتوکول د امارتي ځمکو د پلور او وېش قانون د ۱۴مې مادې د (۲) فقرې او د ۱۴/۸/۱۴۴۷ هـ ق نېټې د حکم پر بنسټ لاسلیک شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست د سپارونکي او کابل ښاروالۍ د ترلاسه کوونکي په توګه ټاکل شوي دي.

ښاغلي انور ویلي، چې یادې ځمکې تر تخنیکي او اصولي ارزونې وروسته، د اړوندو وزارتونو، د کابل ولایت مقام، کابل ښاروالۍ او د ځمکو ریاست د استازو له خوا د لېږد په موخه تایید شوې دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، د  دې پروتوکونو له مخې به دغه ځمکې د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې به د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره وکارول شي.همدا راز هغه ښارګوټي چې بېرته ترلاسه شوي دي، په بېلابېلو سیمو کې به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له دولتي ځمکو څخه جلا او د کابل ښاروالۍ په نوم به د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

ښاغلي انور ویلي، اړوند سندونه، لکه د پروتوکول نقل، د ارزونې سندونه، د سیمې کروکي او نور اړین احکام به د ځمکو عمومي ریاست له خوا اړوندو ادارو ته واستول شي او همدانګه له غصب څخه د بېرته راګرځول شویو ځمکو په لېږد سره به کابل کې په اغېزمنه توګه د پراختیايي پلانونو پلي کېدو او د ښاري زېربناوو پراختیا ته زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ښارګوټو کې د تثبیت شویو ځمکو اندازه په لاندې ډول ده:

د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټی: ۳۷۰۳۶ جریبه امارتي ځمکه.

د سردار محمد داودخان ښارګوټی: ۵۵۶ جریبه امارتي ځمکه.

د میرویس ښارګوټی: ۱۳۹ جریبه امارتي او ۴۰۰ جریبه شخصي ځمکه.

د دولت‌زي ښارګوټی (بګرامي): ۳۸.۳ جریبه دولتي او ۱۰۴۱.۷ جریبه شخصي ځمکه.

د علاءالدین خیل ښارګوټی: ۱۰۹۵  جریبه امارتي او ۵۵۵ جریبه شخصي ځمکه.

د حبیب‌الله ځاځی ښارګوټی: ۴۱۸.۸ جریبه امارتي او ۵۲۲ جریبه شخصي ځمکه.

همدارنګه د یاد  فرمان پر بنسټ، د پراختیايي پلانونو دپلي کېدو تر څنګ، د بېرته راګرځول شویو ځمکو د وېش زمینه هم برابره شوې ده.