د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره لیدنه کړې ده.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې اړمنو او راستنو شویو کوچیانو ته د مرستو رسولو، د هغوی د ستونزو د حل او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي بصر صاحبزاده ویلي، چې کوچیان د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د ځمکو د غصب او نورو ستونزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ وو او د ژوند شرایط یې محدود شوي وو.
نوموړي زیاته کړې، چې د ځینو ستونزو له امله د کوچیانو مالداري هم زیانمنه شوې او هڅې روانې دي، څو ورسره مرستې وشي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
هغه همداراز کوچیانو ته د څښاک اوبو د برابرولو او د هغوی د زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی او خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه یې له وزیر سره شریک کړي دي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر د مولوي بصر صاحبزاده د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو او داخلي بېځایه شویو هېوادوالو د ملاتړ لپاره لازم چمتووالی نیولی او اړوندو ادارو ته یې مشخص مسوولیتونه سپارلي دي.
نوموړي د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې مهمې بللې او د کوچیانو د چارو د سمون د لوی ریاست وړاندیزونه یې د پاملرنې وړ ګڼلي دي.

