د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لسپوړیزې ودانۍ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاد معاونیت وایي، د طرحې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو یې هر اړخیزه ارزونه وکړي او خپل راپور په ټاکلې نېټه کمېټې ته وړاندې کړي.
دغهراز په همدې غونډه کې د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د جوزجان ولایت د شبرغان ښار کې د کفیټریا او دوکانونو د جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.
د معلوماتو له مخې، یادې طرحې اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي، څو د کمېټې د لارښوونو په رڼا کې یې تخنیکي، مالي او اقتصادي تحلیلونه ترسره او راپورونه وړاندې کړي.

