ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1441

پروان کې نږدې زر کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

پروان کې د اوبو د یو پایپ لاین د غځولو په پایله کې نږدې زر کورنۍ د څښلو له اوبو برخمنې شوې.

افغانستان د اوبو له طبیعې سرچینو غني دي، خو د هیواد یو شمېر سیمې د څښلو د صحې اوبو له کمښت او نشتون سره مخ دي.

پروان ولایت سربېره پر دې چې د اوبو د ډېرو او ښو سرچینو درلودونکې دی، خو خلک یې تر اوسه د څښلو له پوره اوبو برخمن نه دي

د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د اوبو د هغې شبکې چې ۹۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي د یوې برخې د افتتاح په مراسمو کې ځایي چارواکو د دغه ولایت د خلکو د اوبو د کمښت او صحي اوبو ته د نه لاسرسي د ستونزې د حل ډاډ ورکړ.

پر همدې مهال د محلي شوراګانو او اوبو رسونې یو شمېر استازي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې د اوبو د دغې شبکې څخه ۹۰۰ کورنۍ برخمنې شوي دي.

د پروان ولایت د پارچه شش اړوند د څښلو د پاکو اوبو یاد غځول شوی پایپ لاین د سره صلیب په تمویل سره په ۴۴ زره امریکایی ډالرو جوړ شوی دی.

د ننګرهار کانال ریاست د مالداري له فارمونو د پام وړ عواید ترلاسه کوي

د ننګرهار کانال ریاست مسولین وايي، چې د مالداري له فارمونو په ورځني ډول ۳۵۰ لیټره تازه شیدې تولید او په کلني ډول څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټولوو.

د مسولینو په وینا یاد فارمونه هډې فارم کې په ۱۷ جرېبه ځمکه جوړ دی، چې ۳۰۰ څاروي پکې ساتل کېږي.

یادو څارویو ته د هډې په فارم کې په ۴۰ جرېبه ځمکه باجره کرل شوې، چې د څارویو لپاره تر ټولو ګټور خواړه بلل کېږي.

دا فارمونه چې د کانال د عوایدو غوره سرچینه دي، په کلني ډول د اټکل له مخې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت لري.

په یادو فارمونو کې بېلا بېل پراختیايي فعالیتونه روان دي او لسګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره ده.

بلخ کې د پنبې د پروسس کارخونې فعالیت پیل کړ

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالي کې د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پنبې د پروسس کارخونې فعالیت پیل کړ.

د دې کارخونې مسولین وايي، چې څه باندې ۵۰ کسان یې په فابریکه کې په کار بوخت دي.

د مسولینو په وینا؛ هڅه کوي چې د ظرفیتونو په لوړلو سره د پنبې پروسس او تولید زیات کړي.

د یادې کارخونې تولیدات په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي.

د فابریکې خاوند وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې د پانګونې او کورنيو تولیداتو لپاره ښه زمینه برابره شوې او له ټولو پانګوالو یې غوښتي، چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په موخه په کور د ننه پانګونه وکړي.

د کندهار-روزګان لویې لارې د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کندهار-روزګان لویې لارې د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دا لویه لار چې ١١٠ کیلومتره اوږدوالی او ٧ متره پلنوالی لري، د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ پیل د روزګان تر مرکز ترینکوټ ښار پورې غځېدلې ده.

 د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوې دي.

د اروپايي ټولنې شارژدافیره: “افغانستان کې بشري مرستې باید سیاسي نشي”

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافائلا ایوبیا له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې باید سیاسي نشي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدنه کړې.

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې خپلو مرستو ته باید دوام ورکړي او اسلامي امارت د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو رسېدو ډاډ ورکوي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې ”د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی، خو ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي” نوموړي له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې ویلي، چې تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وروستيو څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې؛ له هغو څرګندونو بايد ډډه وشي چې اړيکې خرابوي او موږ ټول بايد مسئول واوسو.

د دې خبرپاڼې په اساس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو او دغه بهير بايد سياسي نشي.

افغانستان د فوټبال په نړیوال جام کې

قطر هیواد کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې روانې دي. دا رویداد چې څلورو کلونو کې یو ځل پیښیږي، دا ځل یې په رسنیو کې دومره زور اخیست چې حتی د یوکراین موضوع یې تر اغیز لاندې راوستې. رسنۍ درګرده د فوټبال د لوبو په اړه تازه خبرونه او تبصرې نشروي.
د فوټبال نړیوال جام کې د نړۍ د سلګونو هیوادونو له جملې د محدودو هیوادونو ټیمونه ګډون لري. هغه هیوادونه چې د فوټبال نړیوالې سیالۍ ته وتلي، تر نورو یې یو څه لوړه وایي. هغوی ته ځان په دې ممتاز ښکاري چې د فوټبال د نړیوال جام په ډګرونو کې یې بیرغ رپیږي، نوم یې اخیستل کیږي، ملي سرود یې غږیږي او په دې ډول د نړۍ د برترو هیوادونو په لست کې د ځان لیدلو سره ورته د فخر احساس کیږي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د قطر د فوټبال ټورنامنټ کې یې نوم یادیږي. ښایي تاسو به حیران شوي یاست چې دا څه اورو!؟ افغانستان خو تر اوسه حتی اسیایي جام کې د برخې اخیستلو جوګه شوی نه دی، نو نړیوال جام ته بیا څرنګه ورسید؟ مه حیرانیږئ، خبره دا ده چې افغانستان که څه هم د قطر نړیوال جام کې یې د فوټبال لوبډله حضور نه لري، اما نوم یې اخیستل کیږي.
دا څه موده کیږي، په ګاونډي هیواد ایران کې د ښځو د حقوقو فعالانو مظاهرې روانې دي. دغه مظاهرې که څه هم لویې نه دي، خو دا چې د ښځو لپاره د غربي آزادیو په موخه پیل شوې دي، غربي رسنۍ ورته خورا پراخ انعکاس ورکوي. غربي رسنیو داسې کمپاین هم پيل کړی و، چې د ایران لوبډله په نړیوال جام کې له لوبېدو محرومه کړي. دغه راز یې لوبغاړو ته تلقین ورکاوه چې د ایران د حکومت پر ضد موقف ونیسي.
خو د غربي رسنیو د کمپاین برعکس د ایران لوبډله وتوانیده چې د ولز لوبډلې په وړاندې ( دوه پر صفر) بریا خپلولو سره په نړیوال جام کې د خپل تاریخ تر ټولو ښه ریکارډ ثبت کړي. د ایران او ولز له لوبې وروسته چې د غربي رسنیو د خبریالانو په امیدونو سړې اوبې تویې شوې وې او نور یې د نشر لپاره کوم څه نه درلودل، نو د لوبې اړوند خبري کانفرانس کې یې د ایران د ټیم له روزونکي څخه د ورزشي پوښتنو پر ځای سیاسي پوښتنې پيل کړې.
غربي خبریالانو د ایران د ټیم روزونکي کارلوس کي روش ته وویل چې دا سمه ده چې تاسو لوبه وګټله، مګر په ایران کې ډيرې سختې مظاهرې روانې دي، حکومت له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی، د دې مظاهرو په اړه تاسو څه ویل غواړئ؟ د ایران د ټیم روزونکی چې د غربیانو او غربي مغرضو خبریالانو د ضعف رګ ورمعلوم و، ددې په ځای چې د ایران د مظاهرو په اړه څه ووایي، غربي خبریالانو ته یې وویل چې هغه تاسو په افغانستان کې څه کردار پریښود، د هغه یادونه ولې نه کوئ؟ خو ورشئ د امریکا او انګلستان د لوبډلو له روزونکو پوښتنه وکړئ چې له افغانستان څخه ولې داسې شرمینده او سرټیټي راوتښتیدئ.
د کارلوس کي روش ځواب نه و، سم د آهنګر ګوزار و چې د غربي مغرضو خبریالانو تر پښو لاندې یې ځمکه وڅرخوله. د افغانستان نوم یادیدو ورباندې سړې خولې راماتې کړې او پرته له دې چې په سیاسي موضوعاتو کې نورې ګوتې ووهي، خبره یې بل چینل ته واړوله.
دې جریان یو ځل بیا ثابته کړه، چې په افغانستان کې شکست د غربي استکبار لپاره د پوزې پیزوان دی، چې چیرته افغانستان یادیږي، ورسره د غربي استکبار د عبرتناک شکست او شرمیدلې تیښتې یاد هم راژوندی کیږي. که غواړئ له غربي سیاستوالو او خبریالانو خبره ورکه کړئ، یوازې له افغانستان څخه تیښته وریادوئ او بس.

زخمي افغان

د وطن تولید شوي بیسکویټ قزاقستان ته صادر شول

د کورنیو تولیداتو لومړنۍ بسته چې د بیسکویټو ډولونه پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادر شول.

د الله شکور قناعت بخش شرکت د دې بستې په لېږلو وايي “چې نورو هېوادونو ته یې د خپلو تولیداتو د صادرولو هڅې روانې دي.” د دې کار خونې په وینا “دا صادرات په بهرنیو هېوادونو کې د کورنیو تولیداتو د رشد او بازار موندنې په برخه کې اغیزمن رول لوبولای شي. “

د بلخ د سوداګرۍ خونې رییس احمد شکیب اکبري د یادې کارخونې دا کړنه د کورنیو تولیداتو او توکو د صادراتو په برخه کې مثبت او ارزښتمن ګام ګڼلې ده.

ښاغلی اکبري وايي “دا بسته به نړیوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو په لار موندنه او د محصولاتو په غوړېدو کې اغیزمنه واقع شي. “

د الله شکور قناعت بخش شرکت د مزارشریف په صنعتي پارک کې موقعیت لري او اوس مهال په دوو کاري شفتو کې ۶۰۰ کسان په کار پکې بوخت دي.

د غور چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر بیا فعاله کېږي

د غور ځايي چارواکو د چهارسدې ولسوالۍ د هوايي ډګر د بیا فعالېدو خبر ورکړی.

د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس وايي، چې نن د هوايي ډګرونو لوی رییس د انجنیرانو له یوه ټیم سره د غور هوايي ډګر د ستونزو حل په موخه دې ولایت ته راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې پیلوټ عبدالستار غروال د غور له والي ملا احمدشاه دین دوست سره په لیدنه کې د مرکز فیروزکوه او د دې ولایت د ولسوالیو د هوايي ډګرونو پر ستونزو او مشکلاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي غروال د غور په هوايي ډګرونو کې د شته ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

نوموړي د چهارسدې ولسوالۍ د هوايي ډګر د څېړلو، ارزونې او بیا فعالولو په موخه د انجنیري ټیم یادې ولسوالۍ ته لېږلی دی.

د یادولو وړ ده چې غور کې له څو ولسوالیو پرته ډېری ولسوالۍ هوايي ډګرونه نه لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: “اسلامي امارت د پانګوالو ملاتړ کوي”

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سادات ګروپ کمپنیو له رییس سید کمال ایشان سره کتلي.

په دې کتنه کې ښاغلي ایشان د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا، اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

 نوموړي دغه راز له خصوصي سکټور څخه د اسلامي امارت د لا زيات ملاتړ غوښتلو ترڅنګ د شمال د سوداګرو او پانګوالو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د سوداګرو ستونزو ته په جدي ډول متوجه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره د سوداګرو د وړاندیزونو، مشورو او پانګونو هرکلی کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر ټولو افغان سوداګرو غږ کړی، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي او ملاتړ یې کوي.

عمان هېواد له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرسته کوي

ډاکټر قلندر عباد د عمان هېواد د روغتیا له وزیر ډاکټر هلال السبتي سره لیدلي

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د عمان هېواد د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د نوموړي دا ابتکار، چې د ټولو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران یې د Anti-microbial resistance  د تاثیراتو، لاملونو او حل لارو او واضح پالیسیو په اړه بحث ته را بللي، وو ستایلی او مننه یې ترې کړې ده.

د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ښاغلي السبتي څخه وغوښتل ترڅو د افغان روغتیایی پرسونل په ظرفیت لوړونه او د روغتيايي سکتور په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د عمان د روغتیا وزیر ښاغلي عباد او مل پلاوي ته د ښه راغلاست افغانستان خپل ورور هېواد بللی او د روغتیایي پرسونل په ظرفیت لوړونه او .د روغتیا په نورو برخو کې یې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې ده