ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1452

شېر محمد عباس ستانکزی: افغانستان کې د بهرنیو استازولیو د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي؛ چاته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې افغانستان کې د بهرنیو استازولیو د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

په یاده لیدنه کې د چین سفیر افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه.

امریکا روسیه له ایران سره په پراخو پوځي همکاریو تورنه کړې

White House on deep blue sky background in Washington DC, USA.

امریکا روسیه له ایران سره د هوایي دفاعي سیستم په ګډون په پراخو پوځي همکاریو تورنه کړې

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د استخباراتي معلوماتو له مخې ویلي، چې روسیه له ایران سره  په بې ساري توګه پوځي همکاري کوي او د اړیکو دې ژورتیا دواړه هېوادونه په دفاعي ملګرو بدل کړي دي.

کربي زیاته کړې، چې په دې همکاریو کې پوځي تجهیزات، هلیکوپټرې، جنګي جیټ او بې پېلوټه الوتکې شاملې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی؛ د روسیې پر هغو درېیو بنسټونو به بندیزونه ولګوي چې له ایران څخه دبې پیلوټه الوتکو په پېر او کارولو کې ښکېل دي.

کابل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یونیفورم جوړولو کارخونه پرانیستل شوه

کابل کې د یوه سوداګر له لوري د ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د جاکټ او یونیفورم جوړولو کارخونه پرانیستل شوه.

د دې کارخونې مسولین وايي، چې د کار له پیل سره سم یې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په نږدې راتلونکي کې به دا شمېر ۵۰۰ ته لوړ کړي.

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له یاد ملي سوداګر غوښتي، چې پخپلو تولیداتو کې کیفیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

په یاده کارخونه کې په کار بوخت ځوانان وايي؛ خوښ دي چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر ځای په کور د ننه د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

اوس مهال افغانستان له ۶۰ په زیاتو صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او صنعتکاران وايي، چې که خلک د بهرنیو توکو پر ځای کورني تولیدات وپېري په لږه موده کې به هېواد له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي.

ښاغلي متقي د جاپان هېواد له لوري افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونه ډالره مرستې او د دواړو هېوادو ترمنځ په ښو ډیپلوماتیکو اړیکو خوښي وښوده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له تاکاشي اوکادا غوښتي، چې له نشه‌یي توکو سره په مبارزه، اداري فساد، د امنیت ټینګښت او نورو بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي او د اسلامي امارت کړنې تر نړیوالو ورسوي.

 د جاپان هیواد سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا ویلي، چې جاپان له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه خبرې کوي، چې څنګه کولای شو د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو.

 نوموړي زیاته کړې، چې جاپان هیواد په پام کې لري افغانستان کې د کوکنارو د بدیل، د روږدو درملنې او نورو برخو کې خپله مرستې لا زیاتې کړي.

د بې سرپرسته ماشومانو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

د ازادۍ لاسي صنایعو نندارتون چې کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست له لوري جوړ شوی او د بې سرپرسته ماشومانو لاسي صنایع پکې نندارې ته اېښودل شوي، پرانیستل شو.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مرستیال د افغاني اصیل فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول اړین بولي.

د دې وزارت د هنرستان ریاست د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ موسسې سره په همغږۍ یاد نندارتون جوړ کړی، چې د بې سرپرسته ماشومانو ډېری محصولات نندارې ته پکې وړاندې شوي.

د اطلاعاتو او کلتور ګرځندوى مرستیال ټينګار کوي، چې دغه وزارت هېواد کې د لاسي صنايعو تولیدوونکو ملاتړ ته ژمن دى او ټاکل شوې، چې نګارستان امریت په نوي تشکیل کې ریاست ته پورته کړل شي.

له بل لوري د دې نندارتون جوړوونکي له خلکو غواړي چې د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په موخه د دوی لاسي صنايع وپېري.

د یادولو وړ ده، چې تېره پنجشنبه د سوداګرۍ او پانګونې خونې د (امام ابو حنیفه رحمه الله ملي او نړیوال نندارتون) ترنوم لاندې د کورنیو تولیداتو ستر نندارتون جوړ کړی وو، چې تېره پنجشنبې پای ته ورسېد.

د غالۍ اوبدلو کارخونې ښځینه کارکوونکې له مناسب کاري چاپېریاله خوښې دي

د غالۍ اوبدلو کارخونې ښځینه کارکوونکې له مناسب کاري چاپیریاله خوښي څرګندوي او له اړوند بنسټونو غواړي چې میرمنو ته پراخې کاري زمینې او غوره فرصتونه برابر کړي.

د یادې کار خونې مسولین وایي، چې اوسمهال سل میرمنې د غالیو په اوبدلو بوختې دي.

د دې کارخونې ډیری تولید شوې غالۍ ترکیې او پاکستان ته صادرېږي.

له بل لوري د اقتصاد وزارت مسوولین د غالیو د صنعت پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، چې د غالیو اوبدلو صنعت د ودې لپاره جدي کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان غالۍ د ښه کیفیت له امله د نړۍ په بازارونو کې غوره او تود بازار لري.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپل سفر په جریان کې فاریاب ته ورسېد

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي شمالي زون ته د سفر په جریان کې فاریاب ته رسېدلی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د دې ولایت ولسونو د مولوي عبدالسلام حنفي پراخ او تود هرکلی کړی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي د جمعې له لمانځه وروسته د میمنې ښار په ستره ولسي غونډه کې، چې سیمه‌ییزو چارواکو، دیني علماوو، د پوهنتون استادانو، سوداګرو، قومي مشرانو او ځوانانو شتون پکې درلود، خبرې کړې دي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال د اشغال پر وړاندې د جهاد او مقاومت په دواړو دورو کې د فاریاب د ولسونو د مبارزو او سرښندنو یادونه کړې او د دوی قربانۍ یې نه هېرېدونکې بللې دي.

نوموړي د فاریاب خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت رهبري ته د خلکو ستونزو ته رسیدل لومړیتوب لري او د دې ولایت د ولسونو ستونزو او اړتیاوو ته به هم پاملرنه وشي.

د امام ابوحنیفه له ملي او نړیوال نندارتون څخه څه باندې 120 زره کسانو لیدنه کړې

د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال اووه ورځنی نندارتون چې کابل کې جوړ شوی و، پای ته رسېدلی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له دې نندارتون څخه له ۱۲۰ زره زیاتو کسانو لیدنه کړې.

دا خونه زیاتوي؛ په دې نندارتون کې سوداګر او پانګوال توانیدلي چې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خپل تولیدات وپلوري او له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۲۵ میلیونو ډالرو تړونونه ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د خوراکي توکو یو بل لوي نندارتون جوړکړي، تر څو هېوادوال په ارزانه بیه خپل د اړتیا وړ توکي وپېري.

له بل لوري یو شمېرصنعتکاران وايي؛ دا نندارتون یو فرصت و، چې د خپلو تولیداتو په اړه د هېوادوالو ترڅنګ سیمې او نړۍ ته هم معلومات ورکړي.

د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال نندارتون کې ۶۰۰ شرکتونو ګډون کړی و، چې ۲۰ يې پاکستاني او ۱۵ يې ایراني و.

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: ولادمیر زلینسکي د خپل هېواد د وګړو له ژوند سره لوبې کوي

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وایي، چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د خپل هېواد د وګړو له ژوند سره لوبې کوي.

ناتالیا کازماز ینسکایا په ملګرو ملتونو کې اعلان کړی، چې ولادمیر زلینسکي پر زاپوریژیا هستوي بټۍ د برید امر کړی او دا کړنه د اوکرایني وګړو او د اروپايانو له ژوند سره لوبې کول دي.

د نوموړې په وینا؛ د اوکرایني پوځیانو له لوري په دوامداره توګه پر زاپوریژیا هستوي بټۍ بریدونه د دې تاسیساتو لپاره اصلي ګواښ دی.

پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې په ځلونو پر زاپوریژیا هستوۍ بټۍ بریدونه شوي خو روسیې او اوکراین یو بل تورن کړي دي.

ایران یو لاریون کوونکی اعدام کړی

د ایران سترې محکمې یو لاریون کوونکی چې د پولیس په ټپي کولو او وحشت رامنځته کولو تورن وو اعدام کړی.

د دې هېواد سترې محکمې د یاد کس نوم محسن شکاري یاد کړی او ویلي یې دي، چې تورن د یوه پولیس ټپي کولو، د واټونو تړلو او بې نظمۍ رامنځته کولو له امله په اعدام محکوم شوی و.

دا لومړی لاریون کوونکی و، چې ایران کې د لاریونونو له پیل وروسته اعدامېږي.

ایران داسې مهال د روانو لاریونونو له منځه یوه اعتراض کوونکی اعداموي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی و، چې د ایران دولت د لاریون کوونکو د اعدام پلان لري.