ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1466

د کرنې او مالداري وزارت مرستیال: کرنیز تولیدات باید معیاري او سوداګریزې شي

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت مرستیال مولوی صدراعظم چې د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځی د څېړنیزو پوسټرونو په نندارتون کې یې ګډون کړی و ویلي، چې «کرنیز تولیدات باید معیاري، سوداګریز او صنعتي شي.»

مولوی صدر اعظم زیاته کړې چې «د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالداري بوخت دي او کرنه معیاري څېړنې ته اړتیا لري.»

له بل لوري د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز په دې نندارتون کې ویلي چې «افغانستان یو کرنیز او په کرنه متکي هېواد دی، په دې برخه کې د مسلکي کسانو روزنه او څېړنې اړینې چارې دي او موږ معیاري څېړنو ته اړتیا لرو.»

د کابل پوهنتون کې د کرنیزو پوسټرونو نندارتون، د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو د مرستیالانو، دکابل پوهنتون د رییسانو او استادانو، متخصصینو او زده کړیالانو په حضور کې جوړ شوی و.

د کابل پوهنتون مستند

حنا رباني کهر: “پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري”

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او له لاسته راغلو فرصتونو باید سمه ګټه واخیستل شي.

نوموړې د ستونزې د ژر حل غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی.

مولوي عبدالسلام حنفي د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور-کابل-ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، موږ د ډبرو سکرو د سوداګرۍ میکانیزه کولو په لټه کې یوو او په همدې موخه مو بین الوزارتي باصلاحیته ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

فاریاب کې د شهیدانو د کورنیو د وضعیت ارزونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د شهیدانو د کورنیو وضعیت ارزونې په موخه فاریاب ته سفر کړی.

شیخ عبدالحکیم حقاني د فاریاب له والي، د شهیدانو او معلولینو چارو ادارې له مشرتابه پلاوي او د دغه ولایت له مسوولینو سره په غونډه کې د شهیدانو له وارثینو سره د چلند د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

د شهیدانو د کورنیو یو شمېر وارثانو د حکومت له لوري دوی ته له پاملرنې خوښي څرګنده کړې او خپلې غوښتنې یې وړاندې کړې دي.

د دې تر څنګ د فاریاب د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسولین د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د امتیازاتو د ورکړې سیستم د معیاري کېدو خبر ورکوي.

پاکستان افغانانو ته د تګ راتګ او ویزې ورکولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د حنا رباني کهر په مشري راغلي پاکستاني پلاوي سره یاد هېواد کې د افغان بنديانو په خلاصون،د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر چټکوالي، د ټاپي، ټاپ او رېل پټلۍ پروژې پر پیل او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې. پاکستاني پلاوي له افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په ورکړه کې د ستونزو د حل ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پیاوړتیا کې به لازم اقدامات ترسره کړي، ترڅو دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتل شي.

د فاریاب په اوو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت مخنیوي کمپاین پیل شو

دعالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس د فاریاب ولایت په اوو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت مخنیوي کمپاین پیل شو.

د فارياب امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا محمد يونس اخندزاده وايي، چې دغه کمپاين د پلان له مخې په خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، قرمقول، قرغان، اندخوى او خان ​​چهارباغ ولسواليو کې پيل شوى دى.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر د ولسوالانو، مبلغانو او د جوماتونو د ملا امامانو په غونډه کې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله فرمان ولوست او غوښتنه یې وکړه، چې د کوکنارو او زیان رسوونکو بوټو له کرلو ډډه وکړي او پر ځای یې د حلال او بدیل معیشت کښت پیل کړي.

په دې کمپاین کې ولسوالانو د ولسونو په استازیتوب ژمنه وکړه چې د فرمان په پلي کولو کې به پوره هڅه کوي.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌ الله په هیواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي فرمان صادر او اړونده چارواکي یې مکلف کړل، چې له سرغړونکو سره د شرعي احکامو مطابق چلند وکړي.

پروان کې نږدې زر کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

پروان کې د اوبو د یو پایپ لاین د غځولو په پایله کې نږدې زر کورنۍ د څښلو له اوبو برخمنې شوې.

افغانستان د اوبو له طبیعې سرچینو غني دي، خو د هیواد یو شمېر سیمې د څښلو د صحې اوبو له کمښت او نشتون سره مخ دي.

پروان ولایت سربېره پر دې چې د اوبو د ډېرو او ښو سرچینو درلودونکې دی، خو خلک یې تر اوسه د څښلو له پوره اوبو برخمن نه دي

د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د اوبو د هغې شبکې چې ۹۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي د یوې برخې د افتتاح په مراسمو کې ځایي چارواکو د دغه ولایت د خلکو د اوبو د کمښت او صحي اوبو ته د نه لاسرسي د ستونزې د حل ډاډ ورکړ.

پر همدې مهال د محلي شوراګانو او اوبو رسونې یو شمېر استازي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې د اوبو د دغې شبکې څخه ۹۰۰ کورنۍ برخمنې شوي دي.

د پروان ولایت د پارچه شش اړوند د څښلو د پاکو اوبو یاد غځول شوی پایپ لاین د سره صلیب په تمویل سره په ۴۴ زره امریکایی ډالرو جوړ شوی دی.

د ننګرهار کانال ریاست د مالداري له فارمونو د پام وړ عواید ترلاسه کوي

د ننګرهار کانال ریاست مسولین وايي، چې د مالداري له فارمونو په ورځني ډول ۳۵۰ لیټره تازه شیدې تولید او په کلني ډول څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټولوو.

د مسولینو په وینا یاد فارمونه هډې فارم کې په ۱۷ جرېبه ځمکه جوړ دی، چې ۳۰۰ څاروي پکې ساتل کېږي.

یادو څارویو ته د هډې په فارم کې په ۴۰ جرېبه ځمکه باجره کرل شوې، چې د څارویو لپاره تر ټولو ګټور خواړه بلل کېږي.

دا فارمونه چې د کانال د عوایدو غوره سرچینه دي، په کلني ډول د اټکل له مخې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت لري.

په یادو فارمونو کې بېلا بېل پراختیايي فعالیتونه روان دي او لسګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره ده.

بلخ کې د پنبې د پروسس کارخونې فعالیت پیل کړ

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالي کې د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پنبې د پروسس کارخونې فعالیت پیل کړ.

د دې کارخونې مسولین وايي، چې څه باندې ۵۰ کسان یې په فابریکه کې په کار بوخت دي.

د مسولینو په وینا؛ هڅه کوي چې د ظرفیتونو په لوړلو سره د پنبې پروسس او تولید زیات کړي.

د یادې کارخونې تولیدات په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي.

د فابریکې خاوند وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې د پانګونې او کورنيو تولیداتو لپاره ښه زمینه برابره شوې او له ټولو پانګوالو یې غوښتي، چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په موخه په کور د ننه پانګونه وکړي.

د کندهار-روزګان لویې لارې د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کندهار-روزګان لویې لارې د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دا لویه لار چې ١١٠ کیلومتره اوږدوالی او ٧ متره پلنوالی لري، د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ پیل د روزګان تر مرکز ترینکوټ ښار پورې غځېدلې ده.

 د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوې دي.