ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 152

مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال سره لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FEO» مرستیال فبریزیو سیساریتي او د یادې ادارې د پروګرامونو له مسوول کوشتوبه دیوالی سره لیدنه وکړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د چکډېمونو د جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو رغولو، استنادي دېوالونو رغول، د شېدو د راټولولو د مرکزونو د ودانیو، د مېوه‌لرونکو سوداګریزو بڼونو د جوړولو، د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش، څېړنیزو فعالیتونو، د کرنې او مالدارۍ د سکتور د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د ملخانو د خپرېدو پر ضد مبارزې، د نباتي افتونو او حیواني ناروغیو د مخنیوي، همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې او بیارغوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې په برخو کې خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو وویل، چې د یادو برخو په اړه مشخصې او بنسټیزې پروژې به د روان میلادي کال په ترڅ کې پلې شي، چې له امله به یې د افغانستان زرګونه بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.

مولوي صدراعظم عثماني ټینګار وکړ، هره بهرنۍ اداره چې غواړي په افغانستان کې بنسټیزې او ټولګټې پروژې تطبیق کړي، باید د اسلامي امارت د اصولو له مخې عمل وکړي او شفافیت او اغېزمنتوب ته جدي پاملرنه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت له بهرنیو ادارو سره بشپړه همکاري لري او د وزارت تخنیکي ټیمونه او کارکوونکي به د فعالیتونو پر مهال حاضر وي، څو همغږي وساتل شي او پرمختیایي چارې د خلکو په ګټه پر مخ ولاړې شي.

همدارنګه په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې د سبو او غله‌جاتو د اصلاح شویو تخمونو تولید دې د افغانستان دننه ترسره شي، تر څو د خوړو خوندیتوب او امنیت لا زیات تامین شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري او د دې هېواد د زرګونه بزګرانو او مالدارانو د ژوند د ښه والي په برخه کې اساسي رول لوبوي.

د بلخ ولايت مسولينو په دهدادي ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه شخړه هواره کړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رييس په مشرۍ، د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په ګډون د څو ناستو په ترڅ کې د دوو کورنيو ترمنځ يوه څلور کلنه شخړه هواره شوه او ښکېل لوري سره پخلا شول.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دا شخړه د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې وه او د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي زيانونه هم رسېدلي وو او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو، چې مسولينو په خپل منځګړيتوب پای ته ورسول.

ورته مهال، ښکېلو خواوو د اسلامي امارت د مشرانو په ترسره شوې عادلانه پرېکړه رضايت وښود او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول جنجالونه نه کوي، بلکې د ورورولۍ ژوند ته به دوام ورکوي.

هرات کې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په هرات ولایت کې د نویو راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري، د سیمه‌ییزو چارواکو او یو شمېر راستنو شویو کډوالو په شتون کې په رسمي ډول پیل شو.

د یاد بهیر د پیل پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، دا پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د حکومت د منظم او هدفمند اقدامونو یوه برخه ده او د اسلامي امارت د رهبرۍ جدي اراده څرګندوي، څو د کډوالو بېړنیو او اساسي ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبرۍ د راستنو شویو کورنیو د ستونزمن وضعیت په درک کولو سره لارښوونه کړې ده، چې خوراکي او نغدي مرستې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شي، تر څو هغوی وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې خپل ژوند بېرته سمبال کړي.

مولوي عطاءالله عمري همدارنګه ټینګار کړی، چې د یادو مرستو وېش یوازې په یوه ولایت پورې محدود نه دی، بلکې په ټول هېواد کې روان دی او دا مهال په ۱۲ ولایتونو کې په هم‌مهاله توګه عملي کېږي.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې ولایت د خلکو یووالي ته په اشارې ویلي، د هرات اوسېدونکو د ورورولۍ په فضا کې د کډوالو هرکلی کړی او یو شمېر کسانو د شخصي وسایطو له لارې د کورنیو په لېږد کې همکاري کړې او ځینو کورنیو په خپله خوښه د خپلو کورونو یوه برخه کډوالو ته سپارلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو چارې پیل شوې دي او د ژمي په سړو شرایطو کې د مستحقو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي پیسو د وېش بهیر په منظم ډول روان دی.

له بلې خوا، د هرات ولایت مستوفي مفتي کفایت‌الله حقاني ویلي، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه غنم وېشل کېږي.

د نوموړي په وینا، د نغدي مرستو ټولیزه اندازه شپږ میلیونه افغانیو ته رسېږي او د وېش بهیر د ګومارل شویو پلاوو تر څارنې لاندې او په بشپړ شفافیت سره ترسره کېږي، تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسېږي.

ورته مهال یو شمېر راستنو شویو کډوالو هم د دې اقدام مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري او د دوی د ځینو بېړنیو ستونزو د کمولو لامل ګرځي.

د یادونې وړ ده، چې د پلان له مخې په هرات ولایت کې د کډوالو کورنیو لپاره د دغو مرستو د وېش بهیر به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري.

دغه‌راز یادې مرستې د اسلامي امارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریا مګنوسن واټرډال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي احمد زاهد احمدزي ویلي، یاد وزارت هڅه کوي چې ځوانانو، راستنېدونکو، زندانیانو او له روږدېدا څخه د روغو کسانو لپاره د کار بازار د اړتیاوو پوره کولو په موخه فني او ادبي زده‌کړې برابرې کړي ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه را کمه شي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رییس څخه غوښتي، چې د دې وزارت د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

ورته مهال، تاریا مګنوسن واټرډال ویلي: «امکاناتو ته په کتو هڅه کوو چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته چټکتیا ورکړو او د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړو.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې پرېکړه شوې، چې د ګډو فعالیتونو د څارنې او د چارو د لا پرمختګ په موخه د دواړو لوریو له‌خوا تخنیکي ټیمونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس مولوي رحیم‌الله صراح او د کار حقوقو د تقنین رییس بشیراحمد راسخ او د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي هم کډون کړی وو.

د فلسطینیانو لومړنۍ ډله له مصر څخه غزې تړانګې ته ستنه شوه

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، د فلسطینیانو لومړنۍ ډلې په مصر کې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو وروسته د رفح بندر له لارې غزې ته ستانه شوي.

د راپور پراساس، په دې ډله کې ۱۴ تنه شامل و چې له ۱۸ میاشتو وروسته د یو بس په واسطه غزې ته ستانه شوي.

ویل کېږي اسراییلي رژیم د مصر او غزې تړانګې ترمنځ بندر تېره ورځ دوشنبه د لنډ وخت لپاره پرانیستی، چې هره ورځ به پینځه تنه غزې ته د ننوتلو اجازه ولري.

واشنګټن او نوې ډیلي د تعرفو او نفتو پر سر هوکړې ته رسېدلي

د الجزیرې خبرې شبکې راپور ورکړی؛ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوکړه کړې، چې پر هندي توکو لګېدونکي امریکايي ګمرکي تعرفې به له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمې کړي او په بدل کې به هند سوداګریز خنډونه راکموي، د روسیې له نفتو به لاس اخلي او پر ځای به یې له امریکا او احتمالاً وینزویلا څخه تېل اخلي.

ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته په یوه ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي: «د لومړي وزیر مودي سره د دوستۍ او درناوي له مخې او د هغه د غوښتنې پر بنسټ، سمدستي مو د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر یوې هوکړې توافق وکړ، چې له مخې یې متحده ایالات به متقابلې تعرفې له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکموي.»

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې امریکا پر هند له ټولو وارداتو لګېدلې هغه ۲۵ سلنه جریمه‌یي تعرفه لغوه کوي، چې د روسیې د نفتو د پېر له امله پرې لګول شوې وه او د ۲۵ سلنې «متقابلې» تعرفې پر سر ورزیاته شوې وه.

دغه‌راز ټرمپ زیاته کړې، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ژمنه کړې، چې له امریکا څخه به د انرژۍ، ټکنالوژۍ، کرنیزو او نورو محصولاتو په ګډون تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو ډېر توکي وپیري.

مودي په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي: «نن له خپل ګران دوست ولسمشر ټرمپ سره خبرې ډېرې ښې وې. خوښ یم، چې د ‘Made in India’ محصولات به اوس د ۱۸ سلنې له کمې تعرفې برخمن شي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې مهم اعلان له امله د هند د ۱.۴ میلیاردو خلکو په استازیتوب له ولسمشر ټرمپ څخه ځانګړې مننه کوم.»

ډاکتر ملا عبدالواسع  د افغانستان صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع  د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې رییس، مرستیال او یو شمېر رهبري غړو سره لیدنه کړې.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې رییس بهرام خان ځدراڼ، د یادې لیدنې هرکلی کړی او مننه یې کړې، چې د هېواد د نورو اقشارو په څېر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه تل په جدي ډول اورېدل شوي او د حل لپاره یې دوامدارې هڅې شوې دي.

 نوموړي د پولي خدمتونو په برخه کې د شهزاده سرای د صرافانو رول ته په اشارې د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو د هلو ځلو یادونه کړې او همدارنګه یې د یادې ټولنې ځنې ستونزې او غوښتنې هم مطرح  او په لیکلې بڼه شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د افغانۍ د ارزښت او ثبات  په ساتلو کې د صرافانو  هڅې د ستاینې وړ دي او په وینا یې شهزاده سرای چې په ټول ملت پورې اړه لري ، هلته د نظم او اصلاحاتو راتګ، د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري، نو د خپل مقام او حیثیت ساتلو ته یې باید لا زیات پام وشي.

همدارنګه ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې له مسولینو او غړو غوښتي، چې خپلمنځي مسایل په یووالي، نرمۍ او یو د بل په همکارۍ حل کړئ او د نوموړي په وینا، هر څومره چې متقابل درناوی شتون ولري، نو هغومره به ستونزې او مسایل کم وي.

 د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.

مرکزي بانک ۵۸۸ میلیونه زړې شوې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې ۵۸۸ میلیونه او ۱۴۰ زره زړې شوې افغانۍ یې له بازاره راټولې کړي او د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې یې وسوځولې.

د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، یادې زړې شوې پیسې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو بانکنوټونه وو.

د مرکزي بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ چې افغانستان بانک ژمن دی، څو د اقتصادي راکړې ورکړې د اسانتیا او ډاډمن کېدو په موخه، وخت ناوخت زاړه او نامناسب بانکنوټونه له بازاره راټول او د اړوندو کړنلارو له مخې یې وسوځوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د زړو بانکنوټونو پر ځای نوې پیسې بازار ته وړاندې کېږي، تر څو هېوادوال وکولای شي خپلې ورځنۍ معاملې پرته له ځنډه ترسره کړي.

دغه‌راز ملا محمد اخوند له هېوادوالو غوښتي، چې د افغانیو د ساتنې او سمې استفادې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا ځانګړو بټیو ته لیږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

مولوي نور محمد متوکل د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس سره لیدنه کړې

د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سرقونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس محمود سیادت سره لیدنه کړې ده.

مشهد کې د افغانستان سرقونسلګرۍ ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو، د هرات او د خراسان رضوي ولایتونو د اقتصادي همکاریو د کمېټې په چوکاټ کې د ګډ رول پر ترسره کولو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو د اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي.