ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال سره لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FEO» مرستیال فبریزیو سیساریتي او د یادې ادارې د پروګرامونو له مسوول کوشتوبه دیوالی سره لیدنه وکړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د چکډېمونو د جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو رغولو، استنادي دېوالونو رغول، د شېدو د راټولولو د مرکزونو د ودانیو، د مېوه‌لرونکو سوداګریزو بڼونو د جوړولو، د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش، څېړنیزو فعالیتونو، د کرنې او مالدارۍ د سکتور د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د ملخانو د خپرېدو پر ضد مبارزې، د نباتي افتونو او حیواني ناروغیو د مخنیوي، همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې او بیارغوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې په برخو کې خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو وویل، چې د یادو برخو په اړه مشخصې او بنسټیزې پروژې به د روان میلادي کال په ترڅ کې پلې شي، چې له امله به یې د افغانستان زرګونه بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.

مولوي صدراعظم عثماني ټینګار وکړ، هره بهرنۍ اداره چې غواړي په افغانستان کې بنسټیزې او ټولګټې پروژې تطبیق کړي، باید د اسلامي امارت د اصولو له مخې عمل وکړي او شفافیت او اغېزمنتوب ته جدي پاملرنه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت له بهرنیو ادارو سره بشپړه همکاري لري او د وزارت تخنیکي ټیمونه او کارکوونکي به د فعالیتونو پر مهال حاضر وي، څو همغږي وساتل شي او پرمختیایي چارې د خلکو په ګټه پر مخ ولاړې شي.

همدارنګه په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې د سبو او غله‌جاتو د اصلاح شویو تخمونو تولید دې د افغانستان دننه ترسره شي، تر څو د خوړو خوندیتوب او امنیت لا زیات تامین شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري او د دې هېواد د زرګونه بزګرانو او مالدارانو د ژوند د ښه والي په برخه کې اساسي رول لوبوي.