د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د پینځه زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
د یادې ادارې په وینا؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې په دغه موده کې د ۱۰۸ ښځینهوو په ګډون دوه زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځینهوو په ګډون، ۲۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.
بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۳۷ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۷۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي(۱۷۷۳)د نیمروز بندر او ورپسې ۹۱۳ تنه د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۲۱۵ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۱ تنه د بدخشان اشکاشم بندر او پاتې نور يې د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

