د نقلیه وسایطو د باقیاتو موده ۱۰ میاشتې نوره هم وغځول شوه
مالیې وزارت وایي، چې د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، د نقلیه وسایطو مالیاتي، ترانسپورتي، ښاروالۍ او ترافیکي باقیاتو د معافیت موده د لسو میاشتو لپاره نوره هم وغځول شوه.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، د مالياتو د معافیت موده د ۱۳۹۴ لمریز کال تر پایه ۹۰ سلنه، د ۱۳۹۵ له پیل څخه د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه ۸۰ سلنه، او د ۱۳۹۸ له پیل څخه د ۱۴۰۱ لمریز کال تر پایه ۷۰ سلنه مالياتو معافيت اندازه منظور شوې ده.
بادغیس کې راستنو شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه، د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د بادغیس ولایت والي ملا محمد حنیف حمزه، د والي مرستیال ملا غوثالدین افغان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او یو شمېر سیمهییزو چارواکو پکې ګډون درلود، د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
مولوي عطاءالله عمري وویل، چې دغه مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ځانګړې لارښوونې له مخې، په ټول هېواد کې د اړتیا لرونکو کډوالو کورنیو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوې دي او د وېش بهیر یې په منظم ډول په ټولو ولایتونو کې روان دی.
نوموړي زیاته کړه، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه بوجۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې ده، تر څو هېواد ته له راستنېدو وروسته د هغوی د معیشتي ستونزو یوه برخه راکمه شي.
همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ټینګار وکړ، چې دغه بهیر په بشپړ شفافیت او نظم سره پلی کېږي.
همداراز د بادغیس د والي مرستیال د کرنې د وزیر او مل پلاوي هرکلی وکړ او په دې ولایت کې یې راستنو شویو کډوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ځایي ادارې د هڅو یادونه وکړه.
ټاکل شوې ده، چې د دې بهیر په ترڅ کې به په بادغیس ولایت کې د ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.
مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له مشر سره لیدنه کړې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رییس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو د اړیکو پر پراختیا او د فوټسال په لیګونو کې د افغان لوبغاړو پر لوبېدو خبرې شوې دي.
همداراز په دغه دوه اړخیزه ناسته کې له اندونزیا لوري څخه غوښتنه شوې، چې په دغه هېواد کې افغان محصلینو ته هم د فوټسال زمینه برابره شي.
په پای کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شي، تر څو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او دوامدارې شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات ولایت د سمنټو له کارخونې لیدنه کړې
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سمنټو کارخونې له روانو چارو څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مسولینو د یادې پروژې د پلي کېدو بهیر، تخنیکي پرمختګونو او تر دې دمه د ترسره شویو فعالیتونو، د راتلونکو پلانونو او پړاوونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړې دي.
دغهراز ښاغلي وزیر د معلوماتو له اورېدو وروسته، د یادې مهمې اقتصادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت ترسره کړي.
نوموړي دغه راز د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له بنسټیزو پروژو څخه ګڼلې او ویلي یې دي، د یادې پروژې بشپړېدل به کورنی تولید پیاوړی او سربېره پر دې به د سمنټو واردات کم او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بساینې په موخه د هرات په ګډون په کندهار، لوګر، پروان او جوزجان ولایتونو کې د سمنټو د پینځو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي، چې اوس مهال یې چارې په چټکتیا سره روانې دي.
د ایران سفیر او ملا نورالله نوري لیدنه؛ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه یې خبرې کړي
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران سفیر عليرضا بیګدلي ویلي؛ ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
نوموړي د ایران او افغانستان تر منځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدې نښو د نوي کولو په تړاو زیاته کړې، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د ګډ سرحد د تثبیت په برخه کې کار ته دوام ورکړي او نورې هم خپلې چارې ګړندۍ کړي.
ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ویلي، چې دوی له خپل لوري د یادې پروسې د چارو د چټکتیا، د شته ستونزو د له منځه وړلو او په نورو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ایران تر منځ د سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو پروسه په رسمي ډول پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزير د هرات له پاشدان بند څخه ليدنه وکړه
د اوبو او انرژۍ وزير ملا محمد يونس اخوندزاده هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاشدان بند څخه کتنه وکړه او اړوندو مسولينو ته یې د بند د ساتنې په موخه اړينې لارښوونې وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په دې کتنه کې د هريرود مرغاب عمومي حوزوي ریيس مولوي عبدالسلام مستوفي اغا، د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریيس ملا عبدالسلام هجرت، د مخابراتو رییس حافظ خیرالله او د هرات د اوبو او انرژۍ ریيس ګډون درلود.
دغهراز یاد وزارت زیاته کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزير د هريرود مرغاب عمومي ریيس او د هرات د اوبو او انرژۍ ریيس او د نوموړو رياستونو له کارمندانو سره لیدنه کړې او هغوى ته يې د کاري اصولو د مراعاتولو او د نبوي سنت د احيا کولو په موخه اړينې لارښوونې کړې دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع: ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري دغو ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ځوانان د ملت او حکومت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هماغسې چې د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکوي، د نظام غږ هم باید تر ملت پورې ورسوي.
ورپسې، فخرالدین فخري، سید عمران مجددي او سید صدیق الله صارم د نورو ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د علمي سطحې لوړولو، پر ځوانانو پانګونې، د نوښتګرو او معلولو ځوانانو ملاتړ او په یادو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو تجهیزاتو ته د پاملرنې په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي ډاکتر ملا عبدالواسع سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ويلي، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي.
نوموړي زیاته کړې، هماغسې چې ځوانانو د اشغال پر وړاندې پخپل قوي هوډ مبارزه وکړه، اوس یې د اسلامي نظام ساتنه کې هم رول مهم دی.
ډاکټر ملا عبدالواسع د دې خبرې په اشارې چې ځوانان باید ملي لیدلوری ولري او په یووالي د هېواد د خدمت لپاره کار وکړي، ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت په پالیسۍ کې تعصب ته ځای نشته.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، د اسلامي نظام له راتلو سره سراسري امنیت ټینګ شوی او په ټول هېواد کې اقتصادي فعالیتونه او د پراختیایي پروژو کارونه روان دي.
په پای کې، ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ځوانانو ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.
یو شمېر هېوادونو په غزه کې د اوربند نقض غندلی
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان، سعودي عربستان، او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه کې د اسرایيلي رژیم له لوري د اوربند پرلپسې نقض غندلی.
د راپور پراساس، هغوی د غیر نظامیانو وژلو او د بریدونو دوام په اړه اندېښنه ښودلې، په غزه کې د تلپاتې اوربند، د غزې د بیا رغونې او د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو د حق غوښتنه یې کړې.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي اشغالګرو لږ تر لږه ۵۰۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.
همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسلوژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او ۷۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو ادارې له پلاوي سره لیدنه کړې
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو اداري له رییس پولیک اوک سيري او دیادي اداري سیمهییز رییس اولیور اسولپ سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې نوموړي د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مهم لومړیتوب بللې او ویلي یې دي، چې کمو امکاناتو سره سره یې د نشهیي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
همداراز ښاغلي منیر له یادې ادارې څخه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دغه راز د ملګرو ملتونو استازو د روانو هڅو ستاینه وکړه او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.
