مولوي ذبیحالله مجاهد: د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمیت د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنې دي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له «پیام افغان» ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمول د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو بللې.
ښاغلي مجاهد اقتصادي لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د تولیدې کارخونو شمېر یو زر او ۲۰۰ ته رسېدلی.
نوموړي زیاته کړې، د تېرکال پسرلي څخه تر دې دمه دوه میلیونه او ۸۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې اسلامي امارت وکولای شول چې راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند په یاده مرکه کې همدا راز وویلي، جزايي اصولنامه د قضايي چارو د لا ښه پلې کولو په موخه توشېح شوې، چې په یادشوې اصولنامه کې لیکل شوي تعزیرات له اسلامي شریعت او حنفي فقې څخه اخیستل شوي.
مولوي ذبیحالله مجاهد څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د نیکو او متوازنو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي له «پیام افغان» ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ:« احتمالا امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې له ډيپلوماټیک حضور پرته د دوی په ګټه نه دی.»
د افغانستان او فرانسې تر منځ په ډيپلوماټیکو اړیکو خبرې شوې
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر فابریس سیباستین سره وکتل.
قطر کې د افغانستان سفارت وايي، دې کتنه کې د افغانستان په دوه اړخیزه اقتصاد محوره بهرني سیاست، روغتیايي خدمتونو، د کډوالو پر اړتیاوو او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو بحث شوی دی.
د یاد سفارت په خبره، د فرانسې شارژدافیر به د یادو موضوعاتو د تعقیب په موخه په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.
پوتین او محمد بن زاید په دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعات خبرې کړې
د متحده عربي اماراتو د دولت رییس محمد بن زاید ال نهیان د رسمي سفر پر مهال په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملین ماڼۍ کې وکتل.
د کرملین د اعلامیې له مخې، د دې لیدنې د خبرو اصلي محور د اقتصاد، انرژۍ، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او زدهکړو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا، همدارنګه د منځني ختیځ وضعیت او نړیوالو مسایلو ارزونه وه.
ولادیمیر پوتین متحده عربي امارات د عربي نړۍ په کچه د روسیې مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کې دي.
بل لور ته، د متحده عربي اماراتو ولسمشر ویلي چې د روسیې سره د اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د ستراتیژیک مشارکت د موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د هالند له سفیرې سره وکتل
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین، په دوحه کې د افغانستان لپاره د هالنډ له سفیرې اغلې لتیشیا وان اش سره وکتل.
په قطر کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې افغانستان ته د بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، د راستنېدونکو ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه خبرې شوې دي.
اداري کمېسیون د ښاروالیو د نوي قانون مسودې په اړه خبرې کړي
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون په ناسته کې د ښاروالیو د نوي قانون مسودې په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.
د ارګ د خبرپاڼې پراساس په دې ناسته کې د ښارونو د پاکوالي او سمسورتیا، د شنو سیمو ساتنې او د ښاري چاپېریال د وضعیت د ښه والي په برخه کې د ښاروالیو پر رول تينګار شوی او د عملي کړنلارې ارزونه یې شوې.
د یادونې وړ ده چې مسوولو کمیټو د خپلو فعالیتونو په اړه اړین راپورونه وړاندې کړل، او د غونډې په پای کې، د اجنډا په ګډون د نورو مسایلو د لا څیړلو لپاره جلا جلا کمیټو ته ځانګړي دندې وسپارل شوې.
روان کال څهباندې دوه زره او ۵۰۰ سیاحتي شرکتونو د چارو ارزونه شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت روان کال په هېواد کې د شاوخوا دوه زره او ۵۳۴ سياحتي شرکتونو د چارو ارزونه کړې ده.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې ارزونه کې د یادو شرکتونو د خدمتونو څرنګوالی، سیلانيانو سره چلند او تعامل، د ګرځندوی قوانینو تطبیق او نورې اړونده چارې شاملې وې.
د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو معينيت مسولينو د سیاحتي شرکتونو مالکينو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې ده، چې له جواز څخه ناوړه ګټه اخېستنه، په ځانګړي توګه د انساني قاچاق په برخه کې د جواز د لغوه کېدو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ورپېژندل کېدو سبب ګرځي.
په همدې اساس باید د ټولو سياحتي، زيارتي او درملنې شرکتونو مالکين له جواز څخه د ناوړه ګټې اخېستو څخه په کلکه ځان وساتي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سياحتي، زیارتي او درملنې شرکتونو تنظيم له خپلو کاري لومړيتوبونو څخه ګڼي، چې د یاد وزارت په هڅو د شرکتونو لپاره د جوازونو د ویش بهير کې اسانتیا، د هېواد او ولاياتو په کچه یوه واحده اتحاديه رامنځته کول او د یادو شرکتونو کارونه له قانون سره سم برابرول يې د یادونې وړ دي.
