ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین او محمد بن زاید په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعات خبرې کړې

د متحده عربي اماراتو د دولت رییس محمد بن زاید ال نهیان د رسمي سفر پر مهال په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملین ماڼۍ کې وکتل.

د کرملین د اعلامیې له مخې، د دې لیدنې د خبرو اصلي محور د اقتصاد، انرژۍ، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او زده‌کړو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، همدارنګه د منځني ختیځ وضعیت او نړیوالو مسایلو ارزونه وه.

ولادیمیر پوتین متحده عربي امارات د عربي نړۍ په کچه د روسیې مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کې دي.

بل لور ته، د متحده عربي اماراتو ولسمشر ویلي چې د روسیې سره د اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د ستراتیژیک مشارکت د موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي.