ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: هېواد کې د سلګونو زره وګړو شرعي حقونه خوندي شوي دي

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له استازي عرفات جمال سره د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د خدمتونو د ښه‌والي او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه لیدنه کړې ده.

د امر بالمعروف وزارت په وینا، شیخ محمد خالد حنفي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ګډ کمیسیون جوړ کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې اوس ډاډمن امنیت تامین شوی او دا مناسب فرصت دی چې راستنېدونکو افغانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي حنفي همداراز ډاډ ورکړی، چې په ټولنه کې د ټولو وګړو د شرعي حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت په ځانګړي ډول امر بالمعروف وزارت ته لومړیتوب لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د سلګونو زرو وګړو شرعي او اساسي حقونه خوندي شوي دي.

همداراز نوموړي یادونه کړې، چې اوس د خویندو د شکایتونو اورېدلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي او خویندی کولای شی د ۱۹۱ وړيا شمېرې له لارې په ۲۴ ساعته ډول خپلې ستونزې له یاد وزارت سره شريکې او یاد وزارت ژمن دی چې د‌هغوی ستونزې واوري او له خپلو حقونو یې برخمنې کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی اداره د نقدي مرستو، سرپناه برابرولو او کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو له لارې له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت په همغږۍ په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېلې پروژې هم عملي کړې دي.

عرفات جمال همداراز ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي د راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي او هغوی سره د مرستو لپاره اړينې مرستې راجلب کړي او نړیوالو ته د افغانستان ريښتينې او مثبت انځور وړاندې کړي.

همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د کډوالو د ستونزو د حل، د مرستو د بهیر د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.