ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 159

ملي دفاع وزارت: د پاکستان امنیتي پېښو په تړاو افغانستان ته ګوته نیول هېڅ منطق او بنسټ نه لري

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي مسولین دې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامۍ څخه د تېښتې او د خلکو د پام بل لور ته د اړولو  پر ځای خپل مسوولیت په مناسب ډول ترسره کړي.

اعلامیه کې راغلي، په تاسف سره باید وويل شي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په يوه جومات کې له نننۍ پېښې وروسته، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له خوا غندنه هم وشوه، خو ‏د تېر په څېر د پاکستان د دفاع وزیر سمدستي او په غېرې مسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.

د اعلامیې له مخې، د پاکستان چارواکو د بلوچستان او نورو پېښو په اړه هم همداسې په پټو سترګو افغانستان ته ګوته نیولي وه.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، (‏یو ځل بیا یادونه کوو چې دغه څرګندونې او پر افغانستان یې تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولای شي او نه ستونزې حلولای شي).

دغه راز اعلامیه کې د پوښتنې په توګه لیکل شوي، که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کي ناکام دي؟

 ملي دفاع وزارت ویلي، د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو تر سره کوونکو ملاتړ کوي.

اسلامي امارت په اسلام‌اباد کې ننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په یو جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلامي امارت دا ډول بریدونه چې سپېڅلو شعایرو حرمت ته زیات رسوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي.

بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې د اسلام اباد ترلایي سیمې «خدیجه‌الکبری» جومات کې د چاودنې له امله ۱۵ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸۰ تنه ټپیان دي.

د پاکستان پولیسو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یاده چاودنه نن د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل شوه


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر کې د اسانتیا په موخه د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستې ده.

د یادې ادارې په وینا؛ په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي، د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي د يادې ولسوالۍ علماوو، سپین ږېرو، د دې وېش څانګې کارکوونکو او خلکو ګډون کړی و.

د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو ریس ویلي، دا چې جغتو ولسوالۍ له مرکز میدان ښار څخه لرې پرته ده، خلکو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د اسانتیا په موخه د علماوو او خلکو په غوښتنه دا وېش څانګه جوړه شوه.

ورپسې د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي غونډې ته په خپله وینا کې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې لرې پرته ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا د دې ولسوالۍ د هر غړي غوښتنه وه چې د مشرانو په شفقت پرځای شوه.

همدارنګه قومي مشرانو او علماوو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رهبرۍ مننه کړې او د دې وېش څانګې پرانیستل یې د ولس ستونزو ته د رسېدنې ښکاره بېلګه یاده کړې ده.

 د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د دې وېش څانګې په ګډون په میدان وردګو ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي او هر ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د معیار او کیفیت ادارې د فراره له بندر څخه یوه ۲۵ ټني جوپه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو جوپه چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هراړخیزې څېړنې او کیفیت له دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته مسترد کړ.

یاده اداره وایي، چې دغه جوپه د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پر مهال تخنیکي وارزول شوه او د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.

دغه‌راز د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

د یادونې وړ ده، چې د معیار او کیفیت اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د ملي بس امارتي شرکت دوه ساحې افغان تلیکام او حج او اوقافو وزارت ته ورکړل شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پراساس هغه ځمکه چې په لومړۍ حوزه کې د ملي بس امارتي شرکت تر واک لاندې وه، افغان تلیکام امارتي شرکت ته وسپارل شوه.

همدارنګه د ملي بس امارتي شرکت هغه ځمکه چې د دویمې حوزې تر واک لاندې وه او پینځې ناحیې خوشحال خان کې موقیعت لري په رسمي ډول ارشاد حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.

د دې حکم په ترسره کېدو سره د ملي بس امارتي شرکت فعالیت د چهلستون پل حسن سیمې ته انتقال شو.

د دې اقدام موخه د ترانسپورټي خدمتونو تنظیم د دولتي نظم او د عامه ملکیتونو سالم مدیریت ښودل شوی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر سره د بلال کریمي لیدنه؛ د واخان دهلیز په فعاله کولو خبرې شوي

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانگړي استازي یوشیاویونگ سره لیدنه کړې.

په چین د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړیکو، د واخان دهلیز په فعاله کولو، کونسلي چارو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

ورته مهال، افغان سفیر د چین له مثبت دریځه ستاينه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې بللې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.

 د غونډې په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

ورپسې د عامې روغتیا اود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د چارو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې اړین تصميمونه ونيول شول.

 په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په یاد هېواد کې د چین له سفیر ژانګ هانهویي سره لیدنه کړې.

 روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د سیمې د ډاډمن امنیت د پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې مبارزې

او سیمه‌ییزو همکاریو خبرې شوې او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

عباس عراقچي له امریکايي  سره د هسته‌يي مذاکراتو په موخه مسقط ته رسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له امریکايي پلاوي سره په هسته‌يي مذاکراتو کې د ګډون په موخه د عمان پلامینې مسقط ته رسېدلی.

 د ایران د بهرنیو چار وزیر د اعلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د هسته‌يي مذاکراتو تازه پړاو په غیر مستقیم ډول نن جمعه په مسقط کې ترسره شي.

 امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیوویتکاف او د ډونالډټرمپ سلاکار جراد کوشنر به له ایراني پلاوي سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي.

ښاغلي مجاهد زیاتوي، دغه انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان دې ناسته کې شتون نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په اړه پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: ” افغانستان امن دی، دلته هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري او د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې اوس له بدمرغه زموږ په ګاونډ کې ځاله جوړ کړی.”

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر وړاندې نه کارول کیږي.