ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 164

د کورنیو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ادارې له پلاوي سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو اداري له رییس پولیک اوک سيري او دیادي اداري سیمه‌ییز رییس اولیور اسولپ سره لیدنه کړې.

 په دې ليدنه کې نوموړي د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مهم لومړیتوب بللې او ویلي یې دي، چې کمو امکاناتو سره سره یې د نشه‌یي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

همداراز ښاغلي منیر له یادې ادارې څخه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز د ملګرو ملتونو استازو د روانو هڅو ستاینه وکړه او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ سره تمریني لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د شل‌اوریز نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په لړ کې نن خپله لومړۍ تمریني لوبه د سکاټلینډ پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه تمریني لوبه به د هند د بنګلور ښار په لوبغالي کې نن ماسپښین دوه بجې پیل شي.

سرچینه زیاتوي، افغان ملي لوبډله به د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه د روانې فبروري میاشتې په څلورمه نېټه د وېسټ‌انډیز پر وړاندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال د شل‌اوریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د فبروري میاشتې په اوومه نېټه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي.

افغان ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ رسمي لوبه د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزلینډ پر وړاندې ترسره کړي.

مولوي قدرت‌الله جمال: اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی سکټور پیاوړتیا ته ژمن دی

د کابل ولایت د سیاحتي او درماني شرکتونو اتحادیې رییس احمد سیر رحیمي او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او درماني شرکتونو استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال مولوي قدرت ‌الله جمال سره لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د یادې لیدنې موخه د سیاحتي او درماني شرکتونو د مسولینو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل، په هېواد کې د تفريحي ځایونو پراختیا او تنظیم، د جوازونو وېش او غځولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول او سيلانيانو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کول دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سیاحتي او درماني شرکتونو استازو د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال څخه د دوامدرې همغږۍ او ستونزو ته پر وخت رسېدنې له امله مننه کړې او ويلي یې دي، چې د سيلانيانو او ناروغانو د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره لا زیاته همغږي وشي.

همدا رنګه د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوی قدرت‌الله جمال ویلي: “د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو ګډ کور دی او د خوښۍ ځای دی، چې د ګرځندوی سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ګډ کار کوو.”

دغه‌راز ښاغلي جمال، د هېواد د سیاحتي او درماني شرکتونو د استازو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او ډاډ يې ورکړی چې، یادې ستونزې او وړاندیزونه به د اړوندو ادارو له مسولینو سره شریکې کړي؛ څو سيلانيانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې او په دغه سکټور کې شته ستونزې حل شي.

نوموړي د ګرځندوی سکټور د لا ښه تنظیم او پراختیا په موخه د سیاحتي او درماني شرکتونو د استازو مشورې او نظرونه اړین بللي او يادونه یې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه سکټور پیاوړتیا ته ژمن دی.

سید عباس عراقچي: ایران او امریکا د تاریخ په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې قرار لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له سي‌ان‌ان خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، ایران او امریکا د تاریخ په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې قرار لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تهران او واشنګټن کولای شي د یوې عادلانه او منصفانه هوکړې له لارې د اټومي وسلو د نه تولید ډاډ ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، که مذاکرات ناکام شي، ایران جګړې ته چمتو دی او ښايي دا جګړه د ایران له پولو واوړي.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې که جګړه پیل شي، د سیمې په کچه به د امریکا پوځي اډې د ایران د پوځ له لوري په نښه شي او دا جګړه به د ټولو لپاره یو ناورین وي.

محمد سهیل شاهین د قطر دولت د ښاروالۍ له وزیر سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین، د قطر دولت د ښاروالۍ وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره کتلي.

په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کابل او دوحې د ښاروالیو ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د یاد سفارت په وینا، دواړو لوریو د سړکونو جوړولو او بیارغونې، د هوایي او ځمکنیو پلونو جوړولو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

امریکا ته د خامنه‌ای ګواښ؛ له ایران سره جګړه به سیمه‌ییزه جګړه وي

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه‌ای د امریکا پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن له پیل راهیسې د ایران د کمزوري کولو او له منځه وړلو هڅه کوي.

نوموړي نن (یک‌شنبه) خبرداری ورکړ، چې که امریکا یو ځل بیا له ایران سره جګړه پیل کړي، دا جګړه به «سیمه‌ییزه جګړه» وي.

خامنه‌اي ویلي «امریکا د ایران شتمنیو ته د تمې په سترګه ګوري» نوموړي ټینګار کړی چې د ایران ملت به هر هغه چا ته چې د برید هڅه وکړي، سخت او کلک ځواب ورکړي.

د ایران ستر مشر زیاته کړې، امریکا د فشار، بندیزونو، سیاسي دسیسو او تبلیغاتي جګړې له لارې هڅه کوي چې ایران منزوي او تسلیم کړي، خو د هغه په وینا، د ایران ولس د تېرو لسیزو په اوږدو کې ثابته کړې چې د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کولی شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د ایران سیاسي خپلواکي، اسلامي ارزښتونه او ملي حاکمیت د امریکا د مخالفت اصلي لاملونه دي، او دا شخړه به تر هغه دوام ولري څو ایران پر خپلواکه تګلاره ولاړ وي.

بلخ کې ۴۰ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس په مشري، د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په ځدرانو سیمه کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او متنفذینو په ملتیا، د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۴۰ کلنه شخړه، چې له امله یې یو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې یې لرلې، حل او فصل شوه.

ورته مهال د یاد ریاست مسولینو په همدې ولسوالۍ کې د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر راپورته شوې شخړه هم هواره کړه، چې شاوخوا څلور کاله یې دوام درلود.

مسولینو او جرګه‌کوونکو مشرانو د یادو شخړو د پای ته رسولو لپاره له ښکېلو خواوو سره پرله‌پسې ناستې وکړې، موضوع یې وڅېړله او د شریعت په رڼا کې یې د پرېکړې له لارې دواړه لوري پخلا کړل.