ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 166

سید عباس عراقچي: د ایران په ورستیو کې لاریونونو کې څه‌باندې درې زره تنه وژل شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې هېواد کې د وروستیو لاریونونو پر مهال درې زره او ۱۱۷ تنه ووژل شول، چې له دې ډلې دوه زره او ۴۲۷ تنه امنیتي ځواکونه او هېوادوال و او ۶۹۰ تنه نور «ترهګر» و.

د نوموړي په وینا، چې د دې لاریونونو په لړ کې سلګونه امبولانسونه او مسافر وړونکي بسونه، ۷۵۰ بانکونه، ۳۵۰ جوماتونه، ۲۰۰ ښوونځي، ۸۰۰ موټر، ۶۰۰ د ای‌ټي‌ایم ماشینونه او سلګونه دولتي ودانۍ تخریب شوې دي.

کابل او ډاکې د روغتیایي سکتور په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس، حافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د صنعت ټولنې له عمومي منشي، ډاکټر محمد ذاکر حسین سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې په اړه د بحث سربېره ټینګار وشو، چې د درملو برخه کې دې سوداګري په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي.

دغه راز افغان پلاوي د بنګله‌ دېش د درملو د تولیدي شرکتونو مسولین هڅولي، څو په افغانستان کې د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي.

همدا راز دواړو لورو د روغتیايي سکتور برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د درملو کیفیت پر تضمین او د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره ابوظبي کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ناسته؛ د خبرو پر دوام هوکړه شوې

ټاس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د اوکراین د کړکېچ په اړه په هغه امنیتي ناسته کې، چې پرون (جمعه، د جنورۍ ۲۳مه) د روسیې، امریکا او اوکراین د استازو په ګډون په ابوظبي کې جوړه شوې وه، پر دې هوکړه وشوه چې خبرې اترې به د جنورۍ په ۲۴مه هم دوام ومومي.

تر دې وړاندې، د کریملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي و، چې د امنیتي مسایلو په اړه د روسیې، امریکا او اوکراین درې‌اړخیزه کاري پلاوی به خپله لومړۍ غونډه د جنورۍ په ۲۳مه په ابوظبي کې ترسره کړي.

دغه راز د کریلمین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي و، چې د اړتیا په صورت کې کولای شي، چې راتلونکې ورځ هم مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د اوکراین ولسمشر له ټرمپ سره د خبرو په موخه سویس ته رسېدلی

د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو په موخه سویس ته رسېدلی دی.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویتکوف رویټرز ته ویلي، چې د اوکراین د سولې خبرو کې د پام وړ پرمخ تګ شوی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کې یو روغتیایي مرکز ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل نابینایانو انسټیټوټ کې د جاپان سفارت په ملاتړ او د اغاخان بنسټ په همکارۍ یو روغتیايي مرکز جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل‌الرحمن فاضل د جاپان له همکاریو او اغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او د نابینایانو خدمت یې یو انساني مسولیت وباله.

ورته مهال، د جاپان سفیر د خپل هېواد له لوري تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د لا زیاتو همکاریو چمتوالي ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي او کارمندان د یاد مرکز له خدماتو څخه ګټه اخلي.

قاري محمد فصیح‌الدین فطرت قطر کې د اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت قطرکې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه د لیدنې په ترڅ کې هلته د یاد سفارت د ترسره کېدونکو فعالیتونو، لاسته راوړنو او کاري بهیر څخه لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ښاغلي فطرت په یاده لیدنه کې د ډیپلوماټیکو چارو د پرمخ بیولو، سیاسي همغږیو او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د سفارت له مسولینو مننه کړې.