د کابل نابینایانو انسټیټوټ کې د جاپان سفارت په ملاتړ او د اغاخان بنسټ په همکارۍ یو روغتیايي مرکز جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضلالرحمن فاضل د جاپان له همکاریو او اغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او د نابینایانو خدمت یې یو انساني مسولیت وباله.
ورته مهال، د جاپان سفیر د خپل هېواد له لوري تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د لا زیاتو همکاریو چمتوالي ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي او کارمندان د یاد مرکز له خدماتو څخه ګټه اخلي.

