قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د دیمدیکس (دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) په پرانیسته کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” چې تیره ورځ د قطر هېواد ته په رسمي سفر تللی وو، نن د دیمدیکس (د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون چې د قطر هېواد په دوحه کې هر کال دایریږي د نورو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او نور نظامي مسولین پکې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په یاد نندارتون کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” هم ګډون کړی وو.
هند له افغانستان سره د سرطان ضد ۱۸ قلمو درملو مرسته وکړه
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند د سرطان ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغانستان سره د سرطان ضد ۱۸ قلمو درملو مرسته کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه درمل چې ۷۷۶ کارټنه او ۷۵۸۶ کیلوګرامه وزن لري، د هند له لوري د بشردوستانه مرستې په توګه د سرطان ناروغانو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه دې وزارت ته وسپارل شول.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د هند له دې همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، یاده مرسته د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره حیاتي وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه درمل به د تخنیکي او کنټرولي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
د کابل منډوي د سړکونو د تېږو فرش چارې بشپړې شوې
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د پُل باغ له عمومي سیمې څخه تر کابل سیند، د میوند واټ، د چنداول مقابل لوري، د باغبان کوڅې او د شاه دوشمېره تر پله پورې د کابل منډوي د سړکونو د تېږو فرش چارې په معیاري توګه بشپړې شوې دي.
د ښاروالۍ په وینا، دغه پروژه په ټولیزه توګه ۱۳۳۰ متره اوږدوالی او له ۱۰ تر ۱۴ مترو پورې سور لري، چې لښتي او پلې لارې هم پکې شاملې دي. دا مهال یوازې د پروژې د څراغونو د نصب چارې پاتې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو، په ځانګړې توګه د منډوي هټۍوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي او په سیمه کې به نظم رامنځته شي.
د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هوکړه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي د بنګلهدیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب الرحمن سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د غونډې په پیل کې د کوربه هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هر کلی وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ورکړه، د سوداګریز حجم په زیاتوالي او افغانستان ته د درملو او ټوکرو پر واردولو هر اړخیز بحث وشو.
د دغه وزارت په وینا، همداراز په دې لیدنه کې په کابل او ډاکه کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، په دواړو هېوداونو کې د سوداګریزې اتشې پر معرفي کولو او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو په موخه د ګډې کمېټې په رامنځته کولو هوکړه شوې ده.
په پای کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ شته سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي سفیر سره لیدنه وکړه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د جاپان سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او ځينو نورو برخو کې ۵۵۰ میلیونه ډالر مرسته د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا کړې ده.
دغهراز ښاغلي کینیچي ماساموتو له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې وکړه، چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي او جاپان د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
نوموړي په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ۱۹،۵ میلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې، چې د کډوالو په ګډون په ځینو نورو بشري برخو کې به ولګیږي.
مولوي عبدالکبیر د جاپان له بشري مرستو په مننې وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍوال د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي او په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
دغهراز ښاغلي وزیر د جاپان په کډون له نړۍوالو څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.
