د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د پُل باغ له عمومي سیمې څخه تر کابل سیند، د میوند واټ، د چنداول مقابل لوري، د باغبان کوڅې او د شاه دوشمېره تر پله پورې د کابل منډوي د سړکونو د تېږو فرش چارې په معیاري توګه بشپړې شوې دي.
د ښاروالۍ په وینا، دغه پروژه په ټولیزه توګه ۱۳۳۰ متره اوږدوالی او له ۱۰ تر ۱۴ مترو پورې سور لري، چې لښتي او پلې لارې هم پکې شاملې دي. دا مهال یوازې د پروژې د څراغونو د نصب چارې پاتې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو، په ځانګړې توګه د منډوي هټۍوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي او په سیمه کې به نظم رامنځته شي.

